په لیبیا کې د امریکا په قونسلګرۍ مشکوک بریدګر نیول شوی

وسله والو د ۲۰۱۲ کال د سپټمبر په میاشت د لیبیا په بنغازي کې د امریکا په قونسلګرۍ برید وکړ، سفیر او درې نور امریکایان یې ووژل

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وایي د خاصو عملیاتو ځواکونو په لیبیا کې هغه وسله وال نیولی چې شک پرې دی په ۲۰۱۲ کال کې یې د امریکا په قونسلګرۍ په برید کې لاس درلود.

ټرمپ په اعلامیې کې ویلي دي چې د خاصو عملیاتو ځواکونو ته یې د مصطفی ال امام د نیولو امر منظور کړی و او هغه د لیبیا د مسراتا په ښار کې ونیول شو. ال امام د امریکایي ځواکونو سره بندي دی او متحده ایالاتو ته د محاکمې لپاره راوړل کیږي.

د امریکا جمهور رئیس په اعلامیې کې همدارنګه ویلي دي چې "زمونږ لاسونه اوږده دي او تر هغه وخته به آرام ونکړو تر څو مو هغوي چې د بن غازي په ناوړه برید کې یې لاس درلود، عدالت ته نه وي سپارلي."

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې پدې باره کې نور جزیات ندي ورکړل شوي چې د امریکا د خاصو عملیاتو ځواکونو مصطفی ال امام چیرته او څه وخت نیولی.

اسلامپالو وسله والو د ۲۰۱۲ کال د سپټمبر د میاشتې په یوولسمې نیټې د لیبیا د بنغازي په ښار کې د امریکا په قونسلګرۍ په برید کې د امریکا د سفیر کرسټوفر سټیونز تر څنګ درې نور امریکایان هم وژلي و.

جمهور رئیس ټرمپ ویلي دي چې متحده ایالات په لیبیا کې د خپلو متحدینو ملاتړ جاري ساتي چې د اسلامي دولت او نورې تروریستي ډلې ونشي کړی د په امریکا، د امریکا په ګټو او لیبیا د برید لپاره په لیبیا کې د پټیدو خوندي ځای ولري او د هغه ځای نه د بریدونو بندوبست وکړي.

د امریکا د مخکني جمهور رئیس براک اوباما د بهرنیو چارو وزارت په لومړي سر کې ویلي و چې دا برید " قهرجنو" مظاهره چیانو کړی خو وروسته یې بیا تائید کړله چې دا یو پلان شوی تروریستي برید و.