ټام ویسټ ترکیه کې د پخوانیو افغان رهبرانو او مدنې ټولنې غړیو سره کتلي

د متحده ایالاتو ځانګړي استازي په ترکیې کې د پخوانیو افغان رهبرانو او مدنې ټولنې د غړیو سره کتلي دي.

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټام ویسټ په ترکیه کې د یو شمیر پخوانیو افغان سیاستوالو او مدني ټولنې د غړیو سره کتلي دي.

ښاغلي ویسټ د لیدونو په هکله په ټویټر کې لیکلي چې په استانبول کې یې د افغان رهبرانو او مدني ټولنې د غړیو سره روژه ماتی کړی او په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د تعامل او ستونزو په هکله یې ورسره خبرې کړیدي.

د متحده ایالاتو ځانګړي استازي لیکلی، "د طالبانو د پریکړو په هکله مې ژورې اندیښنې واوریدې، په ځانګړې توګه د تعلیم، کار کولو او آیندې لپاره د میرمنو د حقونو په هکله".

دې امریکایي چارواکي په اعلامیې کې د هغو کسانو نومونه ندي یاد کړي چې د ترکیې د استانبول په ښار کې یې ورسره کتلي خو په ټویټر کې په خپرو شویو انځورونو کې ښودل کیږي چې په بیلا بیلو ملاقاتونو کې یې د پخوانیو جګپوړو چارواکو او میرمنو سره کتلي دي.

په یو انځور کې ښاغلی ویسټ د مخکني جمهور رئیس حامد کرزي د مرستیال کریم خلیلي سره لیدل کیږي او په یو بل انځور کې بیا د ولسې جرګې ځیني غړي او د مارشال فهیم او مارشال دوستم زامن هم لیدل کیږي.

د متحده ایالاتو ځانګړي استازي د جمعیت اسلامي ګوند مشر او د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر صلاح الدین رباني سره هم کتلي دي.

ټام ویسټ ویلي چې په خبرو کې په "سوله ایز مخکې تګ ټینګار وشو او دا چې تشدد نه بلکې خبرې اترې غوره لار ده".

هغه لیکلي، "د افغان ولس لپاره مې د متحده ایالاتو په دوامدارې ژمنتیا او بشري ناورین ته د ځواب ویلو لپاره د نورو سره د ګډ کار کولو لپاره زمونږ په عزم مې ټینګار وکړ".

ځانګړي استازي همدارنګه لیکلي چې د افغانستان د راتلونکې په هکله د افغانانو تر منځ د خبرو اترو ملاتړ کوي.

د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په کابل کې د طالبانو له بیا مسلط کېدو وروسته اکثریت افغان سیاسي مشران ترکیې ته تللي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د همدې روانې اپریل میاشتې په ۱۳ مې نیټې ویلي و چې ټاکل شوې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې ته ولاړ شي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي و چې ښاغلی ویسټ به د دغه سفر په ترڅ کې د یو شمیر افغان سیاسي شخصیتونو، خبریالانو، مدني فعالانو، د بشري حقونو ملاتړو او افغان سوداګرو سره خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وینا پر اساس همداشان ښاغلی ویسټ به د قطري چارواکو سره د افغانستان په وروستیو تحولاتو باندې هم خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي و: "په داسې حال کې، چې نړیواله ټولنه افغانستان ته د پیښو ګواښونو د حل په لټه کې ده، د طالبانو وروستیو پریکړو له امله، چې په بشري چارو کې یې د ښځو ګډون محدود کړی او ښځې یې په ملګروملتونو ادارو کې د حیاتي کارونو څخه منع کړي وضعیت لا خراب کړی دی".

طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک د ترلاسه کولو وروسته په پرله پسې ډول په نجونو او ښځو باندې محدودیتونه لګوي او نه یوازې یې نجونې او ښځې د منځنۍ او لوړو زده کړو څخه منع کړي بلکې په دفترونو کې یې د ښځو په کار هم بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو سرپرست حکومت تر اوسه هیڅ کوم هیواد یا ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.