امیري: د ښځو او نجونو د حقونو د اهمیت په اړه د دوحې دغونډې ګډونوال په یو نظر و

په دوحه کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د جوړې شوې غونډې یوه ورځ وروسته د افغان میرمنو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، چې د ښځو او نجونو د حقونو د اهمیت په اړه د دوحې د غونډې ټولو ګډونوالو یو نظر درلود.

میرمن امیري د چهارشنبې د ورځې ناوخته مۍ درییم (ثور۱۳) په څو پرله پسې ټویټونو کې د ملګروملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش څخه د یو سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره د نړیوال ملاتړ د برابرولو په برخه کې د دوحې د غونډې د جوړولو او ګډونوالو ته د بلنې له امله مننه کړې ده.

هغه د خپل ټویټر په پاڼه لیکي:" د ښځو او د نجونو د حقونو په برخه کې ټول په یو نظر و او ډیرو په دې ټینګار کوه، چې اساسآ زمونږ ګډ لومړیتوبونه بشري حقونه، اقتصادي ثبات، مهاجرت او ثبات د تروریزم سره د مبارزې پورې تړاو لري او باید لومړیتوب ولري".

میرمن امیري ویلي، چې د ملګروملتونو له خوا په دوحه کې د جوړې شوې غونډې ګډون کوونکو د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ په برخه کې د سیمې، اسلامي هیوادونو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د همکارۍ په اړتیا هم یو نظر درلود او موافق و.

همدارنګه د افغان میرمنو او نجونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې ویلي:" طالبانو سره د تعامل په برخه کې ډیرو ( ګډونوالو) دغې ډلې سره د خبرو د اړتیا او همدارنګه د نورو افغانانو په ځانګړي ډول د افغانستان په دننه او بهر کې افغان میرمنو سره د اړیکو لپاره د هڅو د اړتیا یادونه وکړه".

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش د تیرې دوشنبې او چهار شنبې په ورځو د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان د وضعیت په اړه په نړیواله کچه د یوې ګډې کړنلارې د رامنځ ته کولو لپاره د شلو هیوادونو د استازو په ګډون یوه غونډه جوړه کړې وه.

په دې غونډه کې افغانستان لپاره د چین، فرانسې، جرمني،‌ هند، اندونیزیا، ایران، جاپان،‌ قزاقستان، قرغیستان، ناروې، پاکستان، قطر، روسیې، سعودي عربستان ، تاجیکستان،‌ ترکیې، ترکمنستان، متحده عرب اماراتو، بریتانیا، متحده ایالتونو، اوزبیکستان، اروپايي ټولنې او د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړواستازو ګډون کړی و.

انتونیو ګوتېرش د دې غوندې په پای کې وویل، چې د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د مخدره موادو د قاچاقو د زیاتېدو، افغانستان د ثبات او په دغه هېواد کې د تروریستي ډلو د موجودیت او د هغوی د خطر په اړه اندېښنه وښوده. نوموړي وویل چې د طالبانو وروستیو پرېکړو په افغانستان کې د ټولو د شمولیت او د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون بشري حقونه کمزوري کړي دي.

په ورته وخت کې د افغان میرمنو د حقونو یو شمیر فعالانو د ملګروملتونو په نوښت په دوحه کې د جوړې شوې غونډې هرکلی کړی دی.

یو شمیر ښځینه فعالانو امریکا غږ سره په مرکو کې ویل، چې په دې خوشاله دي، چې په دې غونډه کې د یوې خوا د طالبانو استازو برخه نلرله او د بلې خوا د غونډې ګډونوالو د طالبانو د رسمیت پيژندلو په اړه هم کومه پریکړه ونکړه.

د "شنبه های ارغواني" په نوم د ښځو د یو خوځښت مرستیاله نسرین فرامرزوايي، چې د افغانستان روان وضعیت ته په کتنې او د دوحې غونډه کې د ملګروملتونو د عمومي منشي له خوا د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو څخه د ملاتړپه برخه کې د شوو څرګندونو څخه دا خوشاله ده.

میرمن فرامرز وویل:" زمونږ ټینګار په دې دی، چې په ټولنه کې د ښځو بشپړ، برابر او معنی لرونکی ګډون یوازې په یو سیاسي دیموکراتیک جوړښت کې امکان لرلی شي، ددغو ارزښتونو د عملي رعایتولو لپاره او دا چې ددغو حقونو د تضمین لپاره په اړه یې بحث کیږي...مونږ یو غیر متمرکز دیموکرات سیاسي جوړښت ته اړتیا لرو او په دې مسله ټینګار کوو".

په پام کې ده چې ملګري ملتونه په راتلوونکي کې د افغانستان په اړه همداسې یوه بله غونډه هم جوړه کړي.

د دوحې غونډې ته د طالبانو استازی نه و بلل شوی. په همدې حال کې په قطر کې د طالبانو د دفتر مسئول سهیل شاهین ویلي دي، چې په هغو غونډو کې چې د طالبانو استازي حضور ونلري، اغیز نلري.

هغه ویلي دي: "څنګه کېدای شي د داسې غونډو، چې مونږ په کې نه یو، پرېکړې ومنل شي او یا عملي شي؟ دا تبعیضي او غیر منصفانه دی".

تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ممکن په دې غونډې کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه بحثونه وشي، خو د ملګرو ملتونو عمومي منشي دا راپورونه رد کړل.