ویسټ: طالبان دې د نجونو پر زده کړو بندیز لغو کړي

د افغانستان لپاره کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی ټامس ویسټ وايي، طالبان دې د نجونو تر شپږم ټولګیو پورته زده کړو بندیز لغو کړي.

ښاغلي ویسټ د پنجشنبې په ورځ اپرېل ۲۱ (غوايي لومړۍ) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې اړه یې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره خبرې کړي دي.

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې د طالبانو لخوا د نجونو پر زده کړو د پرله پسې محدودیتونو په اړه یې خپله سخته اندېښنه له ښاغلي کرزي سره شریکه کړې ده.

د هغه په خبره دغه محدودیتونه له افغانانو سره د طالبانو د مکررو تضمیونونو سره په ټکر کې دي، د ښځو او نجونو حقوق نقضوي او دافغانستان راتلوونکې کمزورې کوي.

ښاغلي ویسټ لیکلي،"موږ له طالبانو غواړو چې په ټول هیواد کې د دیني رهبرانو او افغانستان د مشرانو غوښتونو ته پاملرنه وکړي تر څو دغه بندیز لغو شي."

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت څخه اته میاشتې تیریږي، د نجونو لپاره د ښوونځيو د متوسطې او لېسې دروازې بندې دي او د طالبانو حکومت د خپلې ژمنې خلاف د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ د ورې میاشتې پر دریمه نېټه، یو ځل بیا اعلان وکړ چې دنجونو تر شپږم پورته ټولګي به تر بلې خبرتیا پورې بند وي.

د طالبانو د پوهنې وزارت په ښکاره د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو درسونو ځنډولو لپاره دوه دلیلونه وړاندې کړي دي.لومړی د شریعت مطابق د شرایطو برابرېدل او دوهم د افغاني دود او کلتور مطابق فضا رامنځته کېدل، خو د دغه معیارونو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

خو د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد رایان ویاند امریکا غږ ته وویل چې د نجونو پر مخ د متوسطه او لېسو پرانیستلو په اړه د طالبانو د رهبرۍ په کچه بحثونه روان دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د ملاتړ او نړیوالو اړیکو مدېرې پالوما اسکودرو ویلي چې د افغان نجونو تعلم باید « سیاسي یرغمل» نشي.

اغلې اسکودرو پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي:"ټولې نجونې باید اجازه ولري چې ښوونځيو ته بیرته ولاړې شي.نړیواله ټولنه او د افغانستان اوسني چارواکي په افغانستان کې د ټولو نجونو په خاطر باید له یو بل سره د همکارۍ لارې پیدا کړي. نور ځنډ مکوئ."

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش خبرداری ورکړی و چې د نجونو ښوونځیو د بندېدو دوام به ټول افغانستان ته زیان ورسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزات هم ویلي که چیري د یو هیواد نیمايي وګړي له زده کړو څخه محروم وي، نشي کولای په سیاسي او اقتصادي برخو کې پرمختګ وکړي.

له ۱۹۹۶ څخه بیا د ۲۰۰۱ کال پورې پر افغانستان د طالبانو د تېر حکومت پرمهال هم ښځې د کار او تعلیم له حق څخه محرومې وې او له کورونو څخه د وتلو پرمهال یې مجبورې وي چې حجاب وکړي او یا له یوه شرعي محرم سره ورسره وي.