متحده ایالاتو دې هیواد ته د اوکراینیانو د راتګ چارې چټکې کړي

د امریکا متحده ایالاتو د مکسیکو سره په ګډې پولې کې وروسته تر هغه د اوکراینیانو د راتګ چارې لا ګړندۍ کړې چې د روسیې د یرغل له کبله ګڼ شمیر اوکراینیانو په امریکا کې د پنا اخیستو لپاره ځانونه تر سرحده راورسول.

د مکسیکو خوا په سرحد کې د تیهوانا په ښار کې د پنجشنبې په ورځ د ساعت تیرۍ په یو مرکز کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه کډوال راټول شول. پدې مرکز پخوا ماشومانو د فوټبال لوبې کولې خو اوس پکې د خوب کولو لپاره کټونه ایښودل شوي او خلک پکې ژوند کوي.

د تیهوانا ښار د اوکرایني کډوالو لپاره چې غواړي په متحده ایالاتو کې پنا واخلي د راتګ وروستی ځای شوی. د کورنۍ غړي او ملګري اوکراینیان دیته هڅوي چې ځانونه تر دې ښاره راورسوي او هغوي یې کوربه کیدو ته چمتو دي او دا هم ورته وایي چې تر اروپا متحده ایالات د پنا اخیستو لپاره مناسب دي.

امریکا دې کسانو ته د بشردوستانه ویزو پر اساس د داخلیدو اجازه ورکوي. تر راتګ وړاندې د سلواک د کلیسا رضا کاران هغوي د تیهوانا د هوایي ډګر څخه پورته کوي او په موقتي توګه جوړو شویو پنا ځایونو ته یې وړي.

دا رضا کاران همدارنګه د امریکا او مکسیکو د چارواکو سره په ګډه کار کوي او اوکرایني کډوالو ته خوراکي مواد، امنیت، ترانسپورت او سر پناوو خدمتونه برابروي.

د تیهوانا په ښار کې مسؤلین وایي چې امریکایي چارواکو یوازې د همدې تیرې چارشنبې په ورځ شاوخوا ۵۷۸ اوکرایني کډوالو ته اجازه ورکړه چې د سن ډیاګو ښار ته واوړي.

د مسؤلینو پر وینا چې هره ورځ په اوسط ډول د تیهوانا ښار ته شاوخوا ۸ سوه اوکراینیان پدې هیله راځي چې په امریکا کې ورته پنا ورکړل شي. داسې ویل کیږي چې امریکایي چارواکي هره ورځ سلګونه اوکراینیانو ته د داخلیدو اجازه ورکوله خو اوس دا شمیره تر دې هم لوړه شوې او په سرحد کې افسران ۲۴ ساعته کار کوي.

سره لدې چې د امریکا د سرحد د خوندیتوب او ګمرکاتو ادارې دا ارقام ندي خپاره کړي چې څومره اوکراینیانو ته امریکا ته د راتګ اجازه ورکړل شوې خو دومره یې ویلي چې د سن ډیاګو په ښار کې یې امکانات ډیر کړي چې د بشري قضیو ستونزې حل شي.

دا اوکرینیان پداسې حال کې امریکا ته راځي چې د روسیې د یرغل له کبله د بې ځایه شویو اوکراینیانو لپاره د مرستو د راټولولو په یو کمپاین کې مرسته کوونکو ادارو او هیوادونو د ۱۰.۱ ملیار یورو مرستو ژمنه وکړله چې شاوخوا ۱۱ ملیارده امریکایي ډالر کیږي.

د مرستو راټولولو دا ځانګړي مراسم د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو او اروپایي اتحادیې په ګډه ترتیب کړي و.

د اروپایي کمیسیون مشرې ارسولا وان درلیان د شنبې په ورځ د پولینډ په پایتخت وارسا کې په یوې اعلامیې کې وویل چې د " اوکراین لپاره دریدل" په نامه پدې کمپاین کې مرسته کوونکو هیوادونو او ادارو ۹.۱ ملیارد یورو د هغو اوکراینیانو سره د مرستې په خاطر اعلان کړ چې د دې هیواد څخه د بمبارۍ په خاطر نورو هیوادونو ته کډه شوي او یا دننه په اوکراین کې بې ځایه شوي. دې اروپایي چارواکې همدرانګه وویل چې د اروپا د بیارغونې او پرمختګ بانک د کمپاین سره یو ملیارد یورو مرسته کړې.

د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د فبروري میاشتې د ۲۴ مې راپدیخوا چې روسیې په اوکراین یرغل کړی، د دې هیواد څخه څه باندې ۴.۴ میلیونه کسان بهرنیو هیوادنو ته کډه شوي.

ډیری اوکراینیان اروپایي هیوادونو ته کډوال شوي او تر ټولو یې ډیر یې په ګانډي هیواد پولینډ کې دي. دې هیواد ته ۲.۵ ملیونه اوکراینیان د جګړې راپدیخوا کډوال شویدي