امریکا اوکراین ته د ابرامز ټانکونو د ورکولو بهیر ګړندی کوي

د متحدو ایالتونو دفاع وزارت پنټاګون د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۱ (وري لومړۍ) وویل چې غواړي اوکراین ته د ابرامز ټاکونو د ورکړي پروسه ګړندۍ کړي.

یاد وزارت څرګنده کړې چې غواړي تر راروان مني پورې له روسیې سره په جګړه کې ښکیل اوکراین ته د ابرامز ټانکونو بیارغول شوي زاړه ماډلونه ورکړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند پټ ریډر چې په پنټاګون کې په یو خبري کنفرانس کې خبري کولې وویل، دا ټانکونه به په اوکراین کې د جګړې لپاره د چمتو کیدو په هدف بیا جوړ او ورغول شي. خو نوموړي په دې اړه څه ونه ویل چې دا کارونه به چیرته کیږي.

ډګرجنرال ریډر زیاته کړه:"دا به د ناوخته پر ځای ژر، اوکراینیانو ته د جګړې مهم قابلیت په لاس کې ورکړي."

متحدو ایالتونو که څه هم د څو میاشتو لپاره ویل چې د ابرامز ټانکونو ثابت ساتل او ترمیم ډیر پیچلی او ستونزمن دی خو بالاخره د بایډن حکومت په جنوري میاشت کې اعلان وکړ چې اوکراین ته به یاد ټانکونه ورکړي.

تر دې مخکې پلان داسې وو چې امریکا به اوکراین ته ۳۱ نوي M1A2 ابرامز ټانکونه ورکوي چې جوړول او استول یې یو تر دوو کلونو پورې اټکل شوی وو.

خو امریکایي چارواکي وایي اوس د یادو ټانکونو د زړو ماډلونو د استولو پریکړه شوې او دا به د پوځ له زیرمو واستول شي.

دا هم تر اوسه معلومه نده چې امریکا به څه وخت ددغو ټانکونو د کارونې، ترمیم او ساتلو په هدف د اوکرایني‌ پوځیانو روزنه پیلوي.

امریکا په داسې حال کې اوکراین ته د ابرامز ټانکونو د استولو پریکړه کوي چې اوکراین مشرانو په تکرار سره د یادو ټانکونو د ترلاسه کیدو غوښتنه کوله.

د ابرامز ټانکونه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۱ کال کې د عراق او کویټ په جګړه کې وکارول شول.

متحدو ایالتونو د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې کیف سره د میلیاردونو ډالرو مرسته کړې چې اکثریت دغه مرستې نظامي دي.