د امریکا په تازه راپور کې د افغانستان څخه د تخلیې بهیر په چارو انتقادونه شوي

د کابل هوایي ډګر - د ۲۰۲۱ کال اګست میاشت

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې چې د افغانستان څخه د تخلیې د بهیر د اروزنې په هکله ترتیب شوی ویل شوي چې د ښکاره پریکړې کولو نه شتون، د بحران د تنظیم لپاره د مرکزیت نه شتون او ښکاره پیغامونه نه ورکول هغه څه دي چې امریکایي چارواکي د افغاستان څخه د تخلیې بهیر په دوران کې ورسره مخ و.

دا راپور څه باندې یو کال وړاندې بشپړ شوی و ، خو جمعه جون ۳۰ (چنګاښ۹) خپور شو.

پدې راپور کې د وړاندیز په توګه ویل شوي چې په راتلونکې کې د دا ډول بحران تنظیم کولو لپاره یو تن مسؤل وټاکل شي او احتمالي پلان جوړونه باید د سیاسي غور کولو څخه جلا وساتل شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وروسته تر هغه د "تر عمل وروسته ارزونې" په نامه د دې راپور جوړولو امر وکړ چې د ۲۰۲۱ کال اګست په میاشت کې په کابل کې د متحده ایالاتو شاوخوا شل کلن نظامي حضور پداسې شکل پای ته ورسید چې طالبانو په چټکۍ واک تر لاسه کړ او چارې ګډوډې شوې.

سره لدې چې په راپور کې د تخلیې بهیر نتیجه ستایل شوې چې له کبله یې د شپږ زرو امریکایي اتباعو په ګډون ۱۲۵ زره کسان وایستل شول خو تر څنګ یې دا هم ویل شوي چې د دې عملیاتو لپاره تر ټولو "غټه ستونزه" دا وه چې د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن په حکومت کې جګپوړو چارواکو مخکې له مخکې په ښکاره توګه دا پریکړه نه وه کړې چې د خطر سره مخ کومو افغانانو سره باید همکاري شوې وای.

په راپور کې ویل شوي، "په پرله پسې توګه د پالیسۍ د لارښود بدلیدنه او د واشنګټن څخه په عامه توګه د دې پیغامونو راتګ چې کوم افغانان د موقعیت بدلولو لپاره په شرایطو برابر دي او د سفارت مامورین باید دې کسانو ته څه ډول ورسیږي، ګډوډي لا پسې ډیره کړه او ډیر وخت په سیمه کې مهم واقعیتونه په نظر کې نه نیول کیدل".

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر پدې وزارت کې د افغانستان د چارو لپاره د مامورینو " فوق العاده زړه ورتیا، ریښتینولی او ژمنتیا" ستایلی او د چارو لا بهتر کیدو لپاره په وړاندیز د عمل کولو ژمنه یې کړې.

ښاغلي بلینکن په لیک کې چې د بهرنیو چار وزارت مامورینو ته یې لیکلی ویلي، "په ریښتیا سره چې زده کړه شویو درسونو زمونږ سره په اوکراین، سودان او نورو ځایونو کې ځواب ویلو کې زمونږ د لارښود سره مرسته کړې".

دا راپور د څه باندې ۱۵۰ برحالو او پخوانیو چارواکو سره د مرکو پر اساس ترتیب شوی. د پخوانیو مطالعاتو په څیر پدې راپور کې هم ویل شوي چې د متحده ایالاتو ډیر اټکلونه همدا و چې په کابل کې د افغانستان حکومت چې غرب یې تر شا ولاړ و، د میاشتو نه بلکې یوازې د یو څو اوونیو وروسته پایښت نشو کولای.

په راپور کې د بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتل شوي چې احتمالي پلان جوړونه او بیړنی چمتوالی باید د سیاسي اندیښنو څخه جلا وساتل شي.

دا هم پکې ویل شوي چې د تخلیې پلانونه باید دوراني بڼه ولري او پدې سره که چیرته خبرونه افشا هم شي، اغیز به یې لږ وي.

د متحده ایالاتو یو جګپوړي چارواکي ویلي چې د امنیتي اندیښنو له کبله د راپور ځینې برخې محرم ساتل شويدي.

سره لدې چې متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د راتګ څخه وروسته په کابل کې خپل سفارت وتړه خو سپینه ماڼۍ وایي چې لا هم د افغانستان د متحدینو د ایستلو لړۍ روانه ده.

د امریکا د ملي امنیت د شورا د ستراتېژیکو اړیکو هماهنګ کوونکي جان کربي تیره میاشت وویل چې "موږ خپل کار روان ساتو چې خپل متحدین له افغانستان څخه وباسو او هیواد [متحدو ایالتونو] ته یې انتقال کړو. دا زموږ یو جدي مسئولیت او ژمنه ده".

هغه وویل چې د انتقال بهیر نه دی درېدلی او نه هم په پام کې ده چې ودرول شي. جان کربي زیاته کړه، "موږ تر دې دمه تر ۱۰۰زره زیاتو افغانانو ته په متحدو ایالتونو کې ښه راغلاست ویلی دی".

له افغانستان څخه په اېستل شویو او اېستل کېدونکو کسانو کې د بهرنیو ځواکونو پخواني همکاران، د مخکني حکومت د امنیتي ځواکونو غړي، مقامات، کارکوونکي، مدني او د ښځو حقونو فعالان، خبریالان او نور شامل دي.

امریکايي مقامات وايي چې د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې یې د انتقال په بهیر کې له افغانستان څخه څه باندې ۱۲۵زره کسان اېستل شوي چې شاوخوا ۹۰زره یې بیا امریکا ته انتقال شول.