د امریکا بهرنو چارو وزارت د ولسي ډپلوماسۍ جایزه چا ته ورکړه؟

د امریکا د بهرنو چارو په وزات کې د ولسي دپلوماسۍ او چارو مامور سټیو گولډسټیاین د خویاندو ښارونو د ټولنې موسس رک برنز ته جایزه ورکړه

د امریکا د آیوا ایالت د خویاندو ښارونو ټولنې د خلکو ترمنځ د روابطو ټینگولو په لړ کې د بهرنو چارو د وزات یوه ځانگړي جایزه گټلي ده.

د خویاندو ښارونو ټولنه په هرات او کندهار کې فعالیتونه کوي او تراوسه پورې یې د خلکو ترمنځ د روابطو ټینگولو په مختلفو پروژو کار کړیدی.

دغه جایزه هر کال هغه کس، ډلې یا ټولنې ته ورکول کیږي چې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ د ولسي اړیکو په برخه کې مثبت رول ولوبوي او د امریکا او د مهمو ملکونو تر منځ د اړیکو د ښه کولو لپاره عصري او نوي لارې پیدا کړي.

د امریکا د بهرنو چارو په وزات کې د ولسي دپلوماسۍ او ولسي چارو مامور سټیو گولډسټیاین د دغه پروگرام په سر کې وویل چې د خویاندو ښارونو ټولنې په هرات کې ځینې ډیر جالب کارونه کړيدي چې محصلین ترینه گټه پورته کړي.

هغه د افغانستان امنیتي وضع ته په اشاره وویل "مونږ ټول په دی پوهیږو چې انسانان ټول یو شان دي. د امریکایانو او د افغانانو ارمانونه، هیلې او د ژوند اهداف یو دي. یواځیې توپیر چې د امریکایانو او افغانانو په ژوند کې دی، هغه باید دا دی چې افغان ماشومان په دی فکر کوي چې ماښام به خپل مورپلار ویني او کنه."

د خویاندو ښارونو د موسس، د جایزې گټونکی رک برنز امریکا غږ افغانستان څانگې ته په مرکې کې وویل چې د نړۍ د بیلا بیلو ملکونو ترمنځ د روابطو پیدا کولو مفکوره د ولسمشر آیزن آور وه. ولسمشر آیزن آور په ٥٠ لسیزې کې، د دوهم نړیوال جنگ نه وروسته دا فکر وکړ چې د نړۍ مختلفې ټولنې یو بل ته څنگه رانژدې کړي او د جنگونو وروسته چې څومره تباهي شویده، د هغې د اثر نه خلک څنگه وژغوري.

کله چې د ښاغلي برنز نه وپوښتل شوه چې په افغانستان کې هغوي په کومو برخو کې کار کوي نو هغه وویل چې هغوي په هغه څه کار کوي چې حکومتونه او پوځ یې نشي کولی.

"مونږ د خلکو ترمنځ ارتباطاط ټینگوو ، او دا مونږ په مختلفو طریقو کوو. مونږ په هرات کې د جینکو د یو ښوونځي او د امریکا د ایالت آیوا د یو ښوونځي ترمنځ روابط جوړ کړې. دغه محصلین د یو بل سره خبرې کوي او د یو بل نه زدهکړې کوي. مونږ په وروستیو کې په کندهار کې هم دغه پروژه شروع کړي."

ښاغلي رک برنز وویل چې د دغو کارونو برسیره د هغوي موسسه په هرات کې د یو ښوونځې ودانۍ بیا جوړوي، د بهرنو چارو د وزرات په مرسته یې یو کتاب خانه جوړه کړې. هغه وویل چې د افغانستان ځوان نسل ډیر تکړه او هوښیاردی. هغوي د خپل ملک لپاره کار کوي او په ډیره ښه توگه یې کوي.

برنز وویل چې دا زمونږ لپاره د ویاړ خبره ده چې د افغانانو سره کار کوي او اراده لري چې دغه ډول پروژې په نورو سیمو کې هم پېل کړي."کله چې د ښوونځيو دغه ماشومان د یو بل سره خبرې کوي، د هغوي دا هیر شي چې د بیل بیل ملکونه دي. مونږ دغه ماشومانو ته انگلیسي هم ښایو."

هغه په اخیره کې وویل چې د ټولو نه مهمه خبره دا ده چې هغوي نیت لري دغه کار د اوږدې مودې لپاره جاري وساتي او نورو سیمو ته یې وغځوي.