امریکا د سوریې په ختیځ کې د وسلو څو اهداف ویشتلي دي

آرشیف

د متحده ایالاتو د دفاع وزرات یا پنټاګون وایي امریکایي ځواکونو د سوریې په ختیځ کې څو راکټ لانچرونه چې په لارۍ ډوله موټر کې نصب شوي و، یو ټانک او توپونه ویشتلي او له منځه وړي دي.

د پنټاګون ویاند تورنجنرال پاټ رایډر سه شنبه ډسمبر دریمه ( لیندۍ ۱۳) په خبري کنفرانس کې وویل چې امریکایي ځواکونه دا وسلې ځکه په نښه کړلې او له منځه یې یوړلي چې په سیمې کې میشتو د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو ته ترې "ښکاره او ژر پیښیدونکی"خطر متوجه و.

جنرال رایډر خبریالانو سره په خبرو کې دا هم وویل چې لا معلومه نده د دې وسلو څخه چا کار اخیسته خو تر څنګ یې دا هم وویل چې پدې سیمې کې د ایران له ملاتړ برمخمنې ملیشې شته دي چې تر دې وړاندې یې په سوریه کې په ائتلافي ځواکونو بریدونه کړیدي.

متحده ایالات په سوریې کې نږدې ۹۰۰ سرتیري لري.

سره لدې چې دا سرتيري د نورو نړیوالو ائتلافي او کردي ځواکونه سره په ګډه د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف مبارزه کوي خو وخت ناوخته پرې ایراني پلوې ملیشې بریدونه کوي.

امریکا په عراق کې هم ۲۵۰۰ سرتیري لري چې ددې هیواد په اجازې هلته پراته دي خو په سوریه کې بیا امریکایي ځواکونه د سوریې د حکومت سره اړیکې نلري.

په عراق او سوریه کې هغه ملیشې چې ایران یې تر شا ولاړ دی، وخت ناوخته د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو باندې بریدونه کوي او دا بریدونه په ځانګړې توګه په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د جګړې پیل کیدو راهیسې ډیر شویدي.

د متحده ایالاتو پوځ د همدې تیرې نومبر میاشتې په ۱۱ مې هم په سوریې کې د ایراني پلوو ملیشو پورې اړوندو نهو اهدافو باندې هوایي بمبارۍ کړې وې.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا بریدونه یې په سوریه کې په میشتو امریکایي ځواکونو باندې د ایران له ملاتړ برمخنو ملیشو لخوا د بریدونو په غبرګون کې کړیدي.

سنټکام ویلي چې دا هوایي بریدونه به ایراني پلوې ملیشې کمزورې کړي او هغوي وبه نشي کړي چې په آینده کې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو باندې د برید کولو پلان جوړ کړي او یا بریدونه وکړي.

په ائتلافي ځواکونو ډیری بریدونه د اسلامي مقاومت په نامه ډله کوي.

همدې ډلې په عراق او سوریې کې په امریکایي او ائتلافي ځواکونو د اکثریت هغو بریدونو د کولو ادعا کړې چې د تیر کال اکټوبر میاشتې څخه نیولې د روان میلادي کال د فبروري تر میاشتې پورې شویدي.