امریکا په سوریه کې د ایران اړوند تاسیسات ویشتي دي

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر وایي چې دا بریدونه د جمهور رئیس جو بایډن په امر شویدي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وایي امریکایي ځواکونو یکشنبه نومبر ۱۲ (لړم۲۱) په سوریه کې په ایراني او د هغوی د ملګرو ډلو په تاسیساتو یې دوه هوايي بریدونه کړیدي.

دا په منځني ختیځ کې په امریکایي ځواکونو د بریدونو زیاتیدو په غبرګون کې د متحده ایالاتو تازه ځوابي برید بلل کېږي. د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ استن په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا بریدونه د جمهور رئیس جو بایډن په امر شوي.

نوموړي په اعلامیې کې ویلي چې یو برید د سوریې البو کمال ښار سره نږدې د روزنې په یو مرکز شوی او بل برید بیا د میادین ښار سره نږدې د پټیدو په یو خوندي کور شوی. په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې آیا پدې بریدونو کې چا ته مرګ ژوبله اوښتې او که نه.

د دفاع وزیر په اعلامیې کې ویلي، " جمهور رئیس (جو بایډن) ته د امریکایي ځواکونو تر خوندیتوب بل کوم شی لوړ لومړیتوب نلري او د نن ورځې د کړنې په امر سره یې ښکاره کړله چې متحده ایالات به د خپل ځان، پرسونل او ګټو دفاع کوي".

امریکا ویلي چې د تیرې اکټوبر میاشتې ۷ مې نیټې راهیسې چې حماس په اسرائیل برید وکړ او اسرائیل یې په ځواب کې په غزې هوایي بمبارۍ وکړلې، په منځني ختیځ کې په امریکایي ځواکونو د ډرون الوتکو او توغندیو بریدونه ډیر شوي چې ملامتي یې په ایراني پلوو ملیشو اچول کیږي.

دا مطلب هم ولولئ ایا منځني ختیځ کې په امریکایي ځواکونو بریدونه به ایران سره د شخړې سبب شي؟

په سوریې کې سیمه ایزو سرچینو ویلي چې د البوکمال ښار ګوټي په لویدیځ کې د دیر الزور په ولایت کې پروت دی، بریدونه د روزنې په یو مرکز شوي چې کنټرول یې د هغو ملیشو په لاس کې دی چې ایران یې تر شا ولاړ دی.

دې سرچینې همدارنګه ویلي چې دویم برید چې د میادین ښارګوټي سره نږدې شوی، د عراق سرحد سره نږدې هغې سیمې باندې شوی چې د ایراني پلوو ملیشو قوي مرکز پکې دی.

دا د حماس – اسرائیل تر منځ جګړې پیل کیدو راهیسې د متحده ایالاتو دریم برید دی چې په سوریه کې دننه د ایراني پلوو ملیشو په مرکزونو باندې یې کوي.

ایران او ملاتړي یې وایي متحده ایالات د اسرائیل لخوا د حماس پر ضد جګړې پیل کولو کې مسؤلیت لري.

واشنګټن د اکتوبر له ۱۷ نېټې راپدیخوا په منځني ختیځ کې د دوی په عسکرو باندې د بې پیلوټه الوتکو او راکټونو څه باندې ۴۰ بریدونه شوي دي. په عراق کې د امریکا ۲۵۰۰ او په سوریې کې یې ۹۰۰ سرتېري دیره دي چې د داعش د بیا پورته کېدو مخه ونیسي.

دا بریدونه د حماس-اسرائيل ترمنځ د جګړې له پیل کېدو وروسته شوي. امریکا هڅه کوي چې دا جګړې نوره پراخه نشي.