سپینه ماڼۍ: امریکا د شمالي کوریا د بالستیک توغندي ازمایل په کلکه غندي

عکس: ارشیف

متحده ایالاتو د چهارشنبه په ورځ جولای ۱۲ (چنګاښ ۲۱) وویل چې د شمالي کوریا لخوا د لیرې واټن ویشتونکي بالستیک توغندي وروستی ازمایښت په کلکه غندي او له پیونګ یانګ څخه یې وغوښتل چې خپل بې ثباته کوونکي عملونه پای ته ورسوي او د خبرو اترو میز ته راشي.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند اډم هوج په یو بیان کې وویل: "دا ازمایښت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له څو پریکړه لیکونو څخه څرګنده سرغړونه ده او په غیر ضروري ډول په سیمه کې کړکیچ او د امنیتي وضعیت د بې ثباته کولو خطرونه زیاتوي."

د سویلي کوریا پوځ ویلي چې شمالي کوریا په سیمه ییز وخت د چهارشنبې د سهار په لسو بجو د پیونګ یانګ له سیمې څخه څو ورځې وروسته له هغې لیرې واټن ویشتونکی بالستیک توغندی وتوغاوه چې پیونګ یانګ د متحده ایالاتو د استخباراتي الوتکو د نسکورولو ګواښ وکړ چې په وینا یې د هغه هیواد له فضایي حریم څخه سرغړونه کوې.

خو د جنوبي کوریا پوځ ویلي چې د شمالي کوریا لخوا د هوایي حریم سرغړاونې ادعا سمه نده او د متحده ایالاتو کشفي الوتکې د کوریا ټاپو په شاوخوا کې عادي کشفي ماموریتونه کړي او دا یې هم ویلي چې د خپلو متحدینو سره یو ځای شمالي کوریا له نږدې څاري.

د دواړو کوریاګانو ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت خورا ټیټې نقطې ته رسیدلي دي، دپلوماسي په ټپه ولاړه ده او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د تاکتیکي اټومي وسلو په ګډون د وسلو د پراختیا غوښتنه کوي.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند اډم هوج وویل، وروستی ازمایښت "د دې څرګندونه کوي چې د شمالي کوریا دموکراتیک جمهوریت د خپلو خلکو د هوساینې په پرتله د ډله ایزې ویجاړولو غیرقانوني وسلو او د بالیسټیک توغندیو پروګرامونو ته لومړیتوب ورکوي."

هغه زیاته کړه: "موږ له ټولو هیوادونو څخه غواړو چې دا سرغړونې وغندي او د شمالي کوریا په دموکراتیک جمهوریت غږ کوو چې د جدي خبرو اترو میز ته راشي."

ښاغلي هوج همداشان وویل، "دروازه د دپلوماسۍ پر مخ نه ده تړل شوې، خو پیونګ یانګ باید سمدستي خپل بې ثباته کونکي عملونه ودروي او پرځای یې دپلوماټیکه ښکیلتیا غوره کړي." هغه ټینګار وکړ چې متحده ایالات به "ټول اړین اقدامات" وکړي ترڅو د خپل او د خپلو متحدینو جنوبي کوریا او جاپان امنیت ډاډمن کړي.