سترې محکمې د ټرمپ د سفر بندیز ته نوی ژوند ورکړ

د سترې محکمې د پریکړې په انتظار

د امریکا سترې محکمې پرون د دوشنبې په ورځ ( جون ٢٦) د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر د بندیز په هکله د هغه د اجرائیوي فرمان عملې کولو ته لاره خلاصه کړه. د امریکا ولسمشر د شپږو هغو ملکونو په اتباعو باندې امریکا ته په سفر بندیز لگولې و چې زیاتره اوسیدونکي یې مسلمانان دي.

د امریکا سترې محکمې د ایالتي محکمو هغه حکمونه رد کړ چې د ولسمشر ټرمپ د هغه فرمان مخه یې نیولي وه چې د سفر د بندیز په هکله یې صادر کړی و.

د امریکا ولسمشر ټرمپ دغه فرمان د روان کال د مارچ په شپږمه نیټه لاسلیک کړ. ټرمپ د سفر د بندیز په هکله ویلي و چې دا کار یې امریکا ته د ټرورزم د خطر د مخنیوي لپاره کړیدی.

سترې محکمې امر کړیدی چې د اکتوبر د میاشتې په پیل کې به د ښاغلي ټرمپ د بندیز د فرمان په هکله د حکومت او د مخالفینو دلیلونه واوري چې دغه بندیز قانوني دی او کنه او ولسمشر کولی شي چې دا ډول بندیز ولگوي او کنه.

د امریکا ولسمشر د سترې محکمې د دی اقدام په هکله یوه اعلامیه خپره کړیده چې وایي دا د ملي امنیت په برخه کې د هغوي کامیابي ده. هغه وایي "د ولسمشر په توگه زه هغه چا ته خپل ملک ته د راتگ اجازه نه شم ورکولی چې مونږ ته تاوان رسول غواړي. زه غواړم چې هغه خلک راشي چې زمونږ د ملک سره مینه لري، زیارکښ او گټور وي."

د ولسمشر ټرمپ دغه فرمان چې د مارچ د میاشتې په شپږمه یې صادر کړ، د ایران، لیبیا، صومالیه، سوډان، سوریا او یمن اتباع امریکا ته د سفر نه د نوي ورځو لپاره منع کوي.

په دی برسیره به مهاجر د ١٢٠ ورځو لپاره امریکا ته سفر نشي کولی ترڅو چې د امریکا حکومت د هغه خلکو چې امریکا ته سفر کوي، د سابقې د معلومولو یو بهتر میکانزم عملې کړي.

د امریکا سترې محکمې په مهاجرو د سفر بندیز ته محدوده اجازه ورکړه. د یادونې وړ ده چې د امریکا ایالتي محکمو د مهاجرو امریکا ته په راتگ د بندیز اجرائیوي فرمان هم ځنډولی و.

ټرمپ دغه اجرائیوي فرمان په داسې وخت کې صادر کړی و چې د نړۍ په بیلا بیلو ملکونو کې د ټرورزم پیښې شوي وی. په تیرو څو میاشتو کې د اسلامي دولت ډلې په پارس، لندن، بروکسیل، برلن او نورو ښارونو کې حملې کړیدي.

د امریکا د ولسمشر ټرمپ د دغه فرمان مخالفین بیا وایي چې په کومو شپږو ملکونو چې ټرمپ د سفر بندیز لگولی دی، د دغو ملکونو یو کس هم په امریکا کې د ترهگرۍ په پېښه کې ککړ نه دی.

د امریکا فیډرالي محکمې ویلی و چې دغه بندیز د مهاجرت د فیډرالي قوانینو نه سرغړونه ده او د مسلمانانو سره تبعیض دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن، د کورني امنیت وزیر او لوي څارنوال جیف سیشنز هم د سفر بندیز د ملې امنیت لپاره مهم بللی.