پاکستان سره به د امریکا امنیتي مرستې بیا فعالې شي؟

څو میاشتې کیږي چې امریکا پاکستان ته امنیتې مرستې په مکمل ډول ځنډولي دي او وایي تر هغه پورې به یې بیرته پیل نه کړي چې پاکستان د ترهگرو په ضد عملیات نه وي کړي.

د پاکستان د مالیې وزیر مفتاح اسماعیل پاکستانۍ ورځپاڼې (دی نیوز) ته په مرکې کې ویلي دي چې د ایتلافي قواوو د ملاتړ لپاره په ځانگړې بودیجې کې یې په امریکا نهه ملیارده ډالره پاتې دي.

د امریکا کانگرس یوې کمیټې وړاندیز کړی چې پاکستان ته به د ٧٠٠ ملیونو ډالرو نه ٣٥٠ ملیونه ډالر پدی شرط ورکړي چې د ترهگرو په ضد جدي اقدامات وکړي.

واشنگټن کې د ولسن په څیړنیز مرکز کې د جنوبي اسیا د چارو کارپوه مایکل کگلمین وایي چې امریکا غواړي دغه مرستې بیرته خلاصې کړي خو پدی انتظار دي چې پاکستان به کله د ترهگرو په ضد داسې اقدامات وکړي چې امریکا مطمینه شي.

"زه ګمان نکوم چې پاکستان به په دغه لړ کې مرسته وکړي، پاکستان پرله پسې وایي چې د ترهگرو مشران په پاکستان کې ندي. ځینې خلک به دا تمه لري چې پاکستان به کومک وکړي خو پاکستان د ترهگرو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړیدی او اوس هم د حقاني شبکه او افغان طالبان خپله اثاثه گڼي."

کګلمن وایي چې د امریکا او پاکستان تعلقات ډیر خراب دي او د سمیدو امید یې نه ښکا‏ري.

د میریلنډ په پوهنتون کې پروفیسر او د سیاسي چارو کارپوه عاصم یوسفزی د ښاغلی کگلمین سره هم نظر دی

"د ټرمپ حکومت دا پاکستان ته ډیره واضح کړیده چې تر هغه پورې به پیسې نه ورکوي چې ترڅو یې جدي اقدامات نه وي کړي خو د واشنگټن او د پاکستان دواړو په نظر کې ډیر فرق دی، پاکستان پخپله د امریکا نه دومره تمه نه لري او هم دغه وجه ده چې پاکستان د چین او روس سره یو ځل بیا خپلې اړیکې سمول غواړي."

ښاغلی یوسفزی زیاتوي چې دا د افغانستان لپاره ډیر مهم وخت دی، ځکه چې انتخابات را روان دي.

هغه وایي چې امریکا او پاکستان دواړه یو بل ته اړ دي" امریکا همدا اوس د پاکستان پوځ اکمالوي، پاکستان نشي کولی چې د امریکا نه په مکمله توگه زړه صبر کړي او پاکستان به اوس هم کوښښ کوي چې دغه مرستې بیا ترلاسه کړي.له بلې خوا امریکا هم په افغانستان کې د سولې لپاره پاکستان ته ضرورت لري."

هغه زیاتوي چې داسې نښې نښانې لیدل کیږي چې ښیي په راتلونکې کې به امریکا په پاکستان سختي نوره هم زیاته کړي.

مایکل کگلمین وایي چې دغه مسله ځکه داسې نه ښکاري چې حل شي ځکه د پاکستان مسله دا وخت د امریکا لپاره لومړیتوب نلري.

"د امریکا مشران، د کانگرس غړي پدې وخت کې د پاکستان په مسله دومره خاص بحثونه نکوي. د بهرنو اړیکو نورې مهمې مسلې دي لکه ایران، روسیه، منځنی ختیځ او شمالي کوریا چې زیات تمرکز پرې کیږي. ځینې کسان په کانگریس کې دا هم غواړي چې امریکا پاکستان ته سخته سزا ورکړي او ټولې مرستې پرې بندې کړي."

د دواړو کارپوهانو په نظر د پاکستان او امریکا په اړیکو کې د امنیتي مرستو د ځنډیدو نه وروسته دغه تشنج نوي خبره نه ده.