امریکا په تایوان پرمختللي توغندي او نور نظامي وسایل پلوري

چین تایوان یاغي سیمه بولي او د مالکیت ادعا یې کوي

د امریکا حکومت اعلان کړی چې په تایوان د هوا نه ځمکې ته توغیدونکي پرمختللي راکټ او نور پوځي وسایل پلوري.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ، اکتوبر۲۱ (تلي ۳۰) وویل چې په تایوان د ۱۳۵ (AGM-84H SLAM-ER) توغندي چې خپل هدف په خورا دقت ولي ، د کروز توغندي او نور پوځي وسایل پلوري.

د امریکا حکومت ویلي چې ددې نظامي معاملې مجموعي ارزښت ۱.۸ ملیارد امریکایي ډالر کیږي.

امریکا په تایوان دا پرمختللي توغندي او وسایل پداسې حال کې پلوري چې دغه هیواد کوښښ کوي د چین نه د متوجه ګواښونو په مقابل کې خپل دفاعي چارې غښتلې کړي.

دغه وزارت همدرانګه د شپږو پرمختللو کشفي الوتکو او ۱۱ سپک وزن لرونکو راکټ لانچرونو پلورل منظور کړي چې پدې سره په تایوان د ټولو نظامي وسایلو د پلور ارزښت ۱.۸ ملیارده امریکایي ډالر کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې دا توغندي به د تایوان سره مرسته وکړي چې د اوسنیو او په آینده کې د نورو متوجه ګواښونو د ځواب ویلو جوګه شي. دغه توغندي په هر ډول موسم او د شپې په تیاره کې د خپل هدف په دقیقه توګه د نښه کولو توان لري او کولی شي چې ولاړ او د حرکت په حال کې اهداف په ځمکه او سمندر کې وولي.

چین تایوان خپل یاغي ولایت بولي او پدې تیر یو کال کې یې پدې ټاپو فشارونه زیات کړي. چین پدې تازه وخت کې د تایوان هوایي قلمرو ته برید کوونکي او کشف الوتکې لیږلي او هم یې ددې ټاپو اوبو ته نږدې جنګې کښتۍ لیږلي.

بیجنګ همدرانګه تیره اووني د خپلو نظامي تطبیقاتو یوه ویډیو خپره کړه چې پکې تایوان ته ورته یوه ټاپو ښودل کیږي چې چین پرې د توغندیو بریدونه کوي.

تایوان د څو لسیزو راپدیخوا د امریکا د متحده ایالاتو په امنیتي ضمانت اتکا کړې خو واشنګټن ترې غواړي چې د بریدونو په مقابل کې د دفاع لپاره دې خپل قابلیتونه لوړ کړي.