سپينه ماڼۍ: امریکا د جمعې په ورځ په حوثیانو درې ځله بریدونه کړي

حوثیانو د جنوري په ۱۷ مې په همدې امریکایۍ کښتې برید کړی و.

سپینه ماڼۍ وایي چې د متحده ایالاتو پوځ جمعه جنوري ۱۹ (مرغومي ۲۹) په یمن کې د حوثیانو د توغندي وارولو په مرکزونو درې بریدونه کړي چې د برید کولو لپاره توغندي پکې چمتو و.

دا په تیرو اوو ورځو کې په یمن کې د حوثیانو په مرکزونو چې په سرې بحیرې کې یې په سوداګریزو او نورو کښتیو بریدونه کړي، شپږم ځل دی چې د متحده ایالاتو پوځ پرې هوایي بمباري کوي.

سپینۍ ماڼۍ د دې بریدونو دفاع کړې او وایي چې دا بریدونه د عدن په خلیج او سرې بحیرې کې د متحده ایالاتو د بحري ځواکونو جنګي کښتیو او سوداګریزو کښتیو د خوندیتوب لپاره مهم دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل چې د متحده ایالاتو د پوځ دا بریدونه پدې خاطر شوي چې "د حوثیانو د توغندیو لانچرونه له منځه یوړل شي چې د بریدونو کولو لپاره چمتو و".

په عین حال کې د متحده ایالاتو د حکومت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې د پخوانیو بریدونو په څیر دا ځل هم دا هوایي بریدونه د متحده ایالاتو ایف – ۱۸ جنګي جیټ الوتکو کړي.

سره لدې چې امریکایي چارواکو تر اوسه دا نده منلې چې ګواکې دا بریدونه د حوثیانو په مرکزونو د غچ اخیستو په خاطر شوي خو دا تازه بریدونه یوازې یوه ورځ وروسته له هغه شوي چې حوثي یاغیانو چې ایران یې تر شا ولاړ دی د عدن په خلیج کې یې د امریکا په یوې کښتۍ بالاستیک توغندي وار کړل.

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ چې پدې سیمې کې د امریکایي ځواکونو چارې څاري په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا توغندي امریکایۍ کښتۍ سره نږدې لګیدلي خو کښتیو ته پکې زیان ندی رسیدلی او نه هم پکې چا ته مرګ ژوبله اوښتې.

په یمن کې میشت حوثي یاغیانو ویلي چې دا بریدونه هغوي کړي.

امریکایي ځواکونو تیره ورځ هم په یمن کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو باندې پداسې حال کې بمبارۍ کړي چې اندیښنه ده په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړه به د منځني ختیځ نورو سیمو ته خپره شي.

د دې جګړې پیل کیدو راهیسې حوثي یاغیانو د عدن په خلیج او سرې بحیرې کې په سوداګریزو او د متحده ایالاتو جنګي کښتیو تر لسو ډیرې حملې کړیدي.

امریکا او د نړۍ نورو هیوادونو له حوثیانو څخه غوښتي وو چې په سرې بحیرې کې په تجارتي کښتیو باندې بریدونه بند کړي. حوثي یاغیان ادعا کوي چې د اسرائیل او په دغه هېواد پورې اړوندې کښتۍ په نښه کوي او تر څو پورې چې په غزې کې د اسرائیل عملیات روان وي، د دوی بریدونه به هم روان وي.

د نړۍ تقریباً ۱۲ په سلو کې د سوداګرۍ بېړۍ او کښتۍ د سرې بحیرې د باب المندیب له تنګي څخه تیریږي چې د یمن جنوب لویدیځ او جیبوتي تر منځ دی. په دې وروستیو کې د حوثي یاغیانو د بریدونو له کبله دا تجارتي تګ راتګ ټکنی او ګډوډ شوی دی.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د ویاند مرستیالې سبرینا سینګ د پنجشنبې ورځې بریدونو څخه وروسته خبریالانو ته وویل، "مونږ جګړه نه غواړو. مونږ داسې فکر نکوو چې په جګړې کې یو. مونږ سیمه ایزه جګړه نه غواړو".

میرمن سینګ وویل چې د پنجشنبې ورځې په بریدونو کې د کښتیو ضد دوه توغندي له منځه وړل شوي چې په ځمکې کې ځای پر ځای شوي و او د سرې بحیرې جنوبي برخه یې په نښه کړې وه.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وایي د تیر کال نومبر میاشتې ۱۹ مې نیټې راهیسې حوثیانو په سرې بحیرې او عدن په خلیج کې په کښتیو لږ تر لږ ۳۱ ځله بریدونه کړي.