سپینه ماڼۍ: امریکا ۱۰۰ زره اوکرایني کډوال مني

د امریکا متحده ایالات وایي پلان لري چې ۱۰۰ زرو اوکراینیانو او هغوي ته چې د روسیې د یرغل له کبله تښتي، پنا ورکړي.

سپینې ماڼۍ نن پنجشنه مارچ ۲۴ (وري۴) په یوې اعلامیې کې چې ویب سایټ کې خپره کړې ویلي چې دا پلان د هغو ۱ ملیارد ډالرو بشري مرستو برخه ده چې په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله زیانمن شوي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي سره لدې چې ډیری شمیر اوکراینیان به ښایي په اروپایي هیوادونو کې د خپل خپلوانو یا د کورنۍ نږدې غړیو سره پاتې کیدل غوره وبولي خو متحده ایالات دې کسانو ته د کډوالو د راتګ د ځانګړي پروګرام او نورو قانوني لارو چارو د مخې دوي ته هرکلی وایي.

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د متحده ایالاتو حکومت د یو نوي پروګرام په جوړیدو او پراختیا کار کوي چې له مخې به یې په هغو اوکراینیانو تمرکز وشي چې د کورنۍ غړي یې په متحده ایالاتو کې میشت دي.

سپینې ماڼۍ همدارنګه ویلي چې د اوکراین سره د بشري مرستو پدې نوې طرحې کې به د خوراکي موادونو د مصؤنیت، سرپنا، د څښاک پاکو اوبو، روغتیایي موادو او نورې مرستې شاملې وې چې د روسیې د یرغل له کبله د زیانمنو شویو کسانو سره مرستې وشي.

د مرستو پدې طرحې کې د اوکراین او ګاونډیو هیوادونو سره یې ۳۲۰ ملیونه ډالر د دیموکراسۍ او بشري حقونو لپاره ځانګړې شوې.

سپینه ماڼۍ وایي متحده ایالاتو د فبروري میاشتې د ۲۴ مې نیټې راپدیخوا چې روسیې په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل کړی، د دې هیواد د ګاونډیو او اروپایي هیوادونو سره چې اوکراینیان پکې کډوال شوي، څه باندې ۱۲۴ ملیونه امریکایي ډالر مرستې کړي.

دغه مرستې د پولینډ، مالدوا، رومانیا، هنګري ا سلواکیې د جمهوریت سره شویدي.