امریکا زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره خاص استازی ټاکي

ښاغلي خلیلزاد تر دې مخکې افغانستان کې د امریکا سفیر و

امریکايي رسنۍ وایي چې د بهرنو چارو وزیر مایک پمپیو به ژر پرېکړه کوي چې زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازی وټاکي.

د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د ښاغلي خلیزاد د ټاکلو خبرې داسې مهال کیږي چې امریکا وايي د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مذاکراتو سره مرستې او ملاتړ ته تیاره ده.

رویټرز خبري اژانس وايي دوو امریکایي چارواکو ورته ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر پمپیو به ژر د ښاغلي خلیلیزاد د ګمارل کېدو پرېکړه کوي. ځینو امریکايي رسنیو هم په دې اړه راپورونه خپاره کړي دي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د جمعې په ورځ پدې هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې له تبصرې ډډه وکړه.

زلمی خلیلزاد تر دې مخکې په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر و. تر دې دمه په خپله زلمي خلیلیزاد په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا خبره په رسمي ډول تاید او یا رد کړې ده.

په خټه افغان خلیلزاد د افغانستان په اړه د پاکستان د تګلارې کلک منتقد دی او دغه هېواد په افغانستان کې په روان جنګ کې دخیل بولي. د هغه احتمالي ګمارنه به په دې مانا وي چې امریکا او په خاص ډول ولسمشر ټرمپ به د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې اعلان شوې تګلارې د پلې کېدو په برخه کې جدي ده.

په تګلارې کې پر پاکستان فشار راوړل شوی چې په خپلې خاورې کې ترهګر وځپي او او پناه ځایونه یې وتړي، خو پاکستان نه مني چې ترهګر پالي او روزي.

دا خبرونه داسې مهال مخې ته راځي چې شاوخوا یوه میاشت مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې په قطر کې د طالبانو له ځینو استازو سره خبرې ولیدل او پر افغان سولې یې خبرې وکړې.

امریکايي چارواکي او په افغانستان کې یې نظامي قومندانان وايي چې د افغانستان د ستونزو سیاسي حل ته تر بل هر وخت اوس ښه فرصت برابر شوی دی.