امریکا او برتانیا د چین د مخ پر ودي ځواک د مخنیوي هلې ځلې کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو برتانیا ته تللی دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو بریتانیا ته تللی چې د چین د مخ پر ودي ځواک د مخنیوي په لارو چارو له بریتانوي چارواکو سره خبرې وکړې.

ښاغلي پمپیو به نن سه شنبه جولاۍ ۲۱ (چنګاښ۳۱) د بریتانیا له صدراعظم بوریس جانسن سره ملاقات کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ لندن د چین د «هواوي» شرکت څخه د ۵-جي شبکې وسایلو اخیستل بند کړل.

ولسمشر ټرمپ د «هواوي» په شرکت باندې د بریتانیا د صدراعظم بوریس جانسن د بندیز پرېکړه وستایله او وویل چې هغه پر لندن فشار راوړی و چې له چین سره د کروناویرس د موجوده اندېښنو په غبرګون دا کار وکړي.

بریتانیا همدغه راز په هانګ کانګ کې د چین د نوي امنیتي قانون په هکله هم جدي دریځ خپل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل: " موږ د بریتانیا د اپرېکړه ستايو چې نور به د هواوي شرکت څخه نوي ۵-جي مخابراتي وسایل نه اخلي او همدغه راز د دغه شرکت د اوسني وسایل به هم لېرې کوي. بریتانیا د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر دا پرېکړه د خپلو ملي ګټو د ساتلو لپاره کړې ده."

چین لویدیځ‌ او په خاص ډول واشنګتن تورنوي چې د بیجینګ په ضد استعماري فکر لري. په ۱۹۷۹ کې د چین اقتصاد د ایټالیا تر اقتصاد هم ټېټ و، خو کله چې یې مارکیټونو ته د نړۍ مخه واوښته د نړۍ په دویم زبر ځواک اقتصاد بدل شو.

چین خبرداری ورکړی دی چې د بریتانیا له لوري د «هواوي» شرکت باندې بندیز به ناوړه پایلې ولري.

پمپیو به له ښاغلي جانسن سره د «هواوي» شرکت د بدیل د موندلو په اړه هم خبرې کوي.

ټاکل شوې چې هغه به د هانګ کانګ د دموکراسۍ له فعال نتن لا اود هانګ کانګ لپاره د برتانیا له ورستي سفیر ګریس پاټن سره هم وغږیږي.

د امریکا او چین اړیکې په دې وروستیو خورا ترېنګلې شوي دي.

واشنګټن وايي د کروناویروس د چین په لابراتوار کې جوړ شو او بیا نړۍ ته خپور شوی دی چې باید له چین سره په دې اړه حساب او کتاب وشي. خو بیجینګ دا تورونه ردوي.