امریکا په ملګرو ملتونو کې ۱۲ روسي دپلوماتان د جاسوسۍ په تور باسي

په نیویارک کې د ملګور ملتونو د عمومي دفتر یوه څنډه.

متحده ایالاتو دوشنبه فبروري ۲۸ ( کب۹) ویلي چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د مسکو د استازولۍ ۱۲ دپلوماتان د جاسوسۍ د فعالیتونو په خاطر د امریکا څخه باسي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو د ماموریت ویاندې اولیویا ډالټن د دې روسي دپلوماتانو د ایستلو په هکله په یوې اعلامیې کې ویلي "متحده ایالاتو ملګرو ملتونو او د روسیې دایمي استازولۍ ته خبر ورکړی چي ددې دپلوماتانو د ایستلو بهیر پیل شوی".

په اعلامیې کې ویل شوي چې دغو ۱۲ دپلوماتانو په متحده ایالاتو کې د پاتې کیدو د امتیازاتو څخه ناوړه ګټه اخیستې او د "جاسوسۍ فعالیتونه یې کول چې زمونږ د ملي امنیت سره په تضاد کې دي".

میرمن ډالټن همدرانګه ویلي چې پدې اقدام د څو میاشتو راپدیخوا کار کیده او دا پریکړه د ملګرو ملتونو د مرکزي دفتر موافقې سره سمه کیږي.

د متحده ایالاتو د دې پریکړې په ځواب کې په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا ویلي چې متحده ایالاتو ورته د را راوانې مارچ د میاشتې تر اوومې نیټې وخت ورکړی چې دا دپلوماتان باید ووځي.

ښاغلي نبنزیا خبریالانو ته وویل چې د متحده ایالاتو د حکومت دا اقدام "دښمنانه" دی او د ملګرو ملتونو د کوربه هیواد په توګه د واشنګټن د مسؤلیتونو څخه سرغړاونه ده.

دا لومړی ځل ندی چې په ملګرو ملتونو کې د روسي دپلوماتان د متحده ایالاتو لخوا د جاسوسۍ په تور ایستل کیږي. د امریکا پخواني جمهور ریئس ډونالډ ټرمپ هم په ۲۰۱۸ کال کې تر ۱۰ ډیر روسي دپلوماتان د عینې تور له مخې وروسته تر هغه وشړل چې په بریتانیې کې د روسیې یو پخواني جاسوس ته زهر ورکړل شول.

د روسیې استازي همدرانګه ویلی چې د متحده ایالاتو په پریکړې خواشینی دی.

ښاغلي نبنزیا ویلي، "مونږ ته د دپلوماسۍ او دپلوماتیک حل په هکله ویل کیږي او په عین وخت کې د دا شان فعالیتونو لپاره زمونږ فرصتونه محدودیږي".

خو په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو استازي رچارډ ملز ویلي چې دا پریکړه د ملګور ملتونو د موافقت نامې سره په بشپړه توګه برابره شویده.