بلینکن: د افغانستان سره کابو ۳۰۰ میلیون ډالر اضافي مرستې کوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي چې د نورو مرستو تر څنګ د افغانستان سرهشاوخوا ۳ سوه میلیون امریکایي ډالر اضافي مرستې کوي.

ښاغلي بلینکن د چارشنبې په ورځ اپریل ۲۱ (غویي ۱) د دغو مرستو اعلان وکړ او زیاته یې کړه چې د کانګریس سره پدې هکله خبرې روانې دي چې دا مرستې سږکال افغانستان ته ورکړل شي.

د بهرنیو چارو وزیر په ټویټر کې لیکلي، " مونږ به د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت او نړیوال پرمختګ لپاره د امریکا د مرستو د ادارې له لارې د افغانستان سره اضافي ۳ میلیون ډالر ملکي مرستې برابر کړو."

ښاغلي بلینکن همدرانګه لیکلي چې دا زمونږ لیوالتیا ښیي چې د افغانستان سره د تیرو شلو کالونو په موده کې د تر لاسه شویو لاسته راوړنو په ساتلو کې مرسته وکړو.

د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې پدې مرستو سره به د افغانستان ولس اقتصادي پرمختګ وکړي، د فساد او مخدره موادو سره به مبارزه وشي او د پوهنې او روغتیا خدمات به هم بهتره شي.

بلنکین ویلي چې پدې اضافي پیسو به د میرمنو د ظرفیت جوړولو د چارو ملاتړ کیږي، د شخړو د حل لپاره د میکانیزم پیدا کولو، او د افغانستان د مدني ټولنو او آزادو مطبوعاتو ملاتړ دی.

هغه وویل کومې مرستې چېد افغانستان سره یې د ۲۰۲۰ کال د نومبر په میاشت کې ژمنه شوې وه او ټاکل شوې په راتلونکې کې افغانستان ته ورکړل شي، اوس به دغه مرستې افغانستان ته ورکړل شي چې د افغانستان د ولس سره د امریکا د ملاتړ ښکارندویي کوي.

تر اوسه ددې مرستو په هکله نور جزیات ندي ورکړل شوي.