امریکا ۱۵ زرو بهرنیو کارګرانو ته ویزې ورکوي

د امریکا کانگرس ٧٠ زرو ماهرو کارگرانو ته د ویزو د ورکولو پریکړه کړې ده

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي دي چې په متحده ایالاتو کې د کارونو د پرمختگ سره د مرستې لپاره د موقت کار کولو ١٥٠٠٠ نوې ویزې صادروي.

د امریکا د کورني امنیت وزیر جان کلي وویل چې دغه ویزې موقتې دي او موسمي کارگرانو ته ورکول کیږي چې د امریکایي شرکتونو سره مرسته وشي تر څو د بشري ځواک د کموالي له کبله زیانمن نشي.

د رویترز اژانس رپوټ ورکوي چې د کورني امنیت وزارت د کار د وزارت سره له مشورې وروسته دا پرېکړه وکړه.

داسې بریښي چې دغه نوې ویزې اکثرآ هغوی کسانو ته ورکول کیږي چې د فصلي کارونو لکه د تفریح ځایونو او استراحت ځایونو، د غذایي موادو د راټولولو او د بحري غذا گانو په چارو کې کار کوي. د امریکا د متحده ایالاتو کانگرس له دې دمخه د ٦٦ زرو کارگرانو لپاره د موقتې ویزې د ورکړې اجازه ورکړې وه چې بیا دغه اندازه ٧٠ زرو ویزو ته لوړه شوه.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د "لومړی امریکا" په شعار سره غواړي چې شرکتونه امریکایانو ته په کار کولو کې لومړیتوب ورکړي، خو د کارگرانو د کمبود په وجه د امریکایي شرکتونو یوې ډلې د H-2B ویزو څخه د موقتو کارگرانو لپاره استفاده کوي.

د ١٥ زرو نویو ویزو اعلان په داسې وخت کې کیږي چې د امریکا حکومت د شپږو اکثریت مسلمان میشته هیوادونو ایران، سومالیا، سوډان، سوریه، لیبیا او یمن وگړو ته د امریکا د ویزو پر ورکړې محدودیتونه لگولي دي.

ددې اقدام دمخه جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ویسکانسن ایالت د یوې تولیدي فابریکې د لیدلو وروسته یو فرمان لاس لیک کړ چې "امریکایي مالونه واخلئ او امریکایان استخدام کړئ" .

ښاغلي ټرمپ وویل چې د H-2B ویزې اوس د امریکا د متحده ایالاتو د ویزو د لاتري په توگه صادریږي چې د هغه په وینا سم کار نه دی. هغه وویل "باید دغه ویزه تر ټولو ماهرو کسانو ته ورکړل شي او دغه کسان هم باید هیڅکله د امریکایانو ځای ونه نیسي".

د جمهور رئیس ټرمپ دغه نوی اجرایي فرمان د مربوطه مرکزونو او بنسټونو غواړي چې په مهاجرتي چارو کې د تقلب او د کار د ویزې د صادرولو نه د سؤ استفادې د مخنیوي په خاطر نوي ضوابط پیشنهاد کړي.