د اوکراین کړکیچ؛ امریکا په پولینډ ۲۵۰ جنګي ټانکونه پلوري

تر اوسه دا نیټه نده ټاکل شوې چې دا ټانکونه څه وخت پولینډ ته انتقالیږي.

پداسې حال کې چې د اوکراین پر سر د غربي هیوادونو او مسکو کړکیچ مخ په ډیریدو دی او د متحده ایالاتو په ګډون لویدیځ هیوادونه اندیښنه لري چې روسیه ښایي پخپل ګاونډي یرغل وکړي، د امریکا د دفاع وزیر ویلي چې په پولینډ ۲۵۰ جنګي ټانکونه پلوري.

د دفاع وزیر لویډ آستن نن جمعه فبرروي ۱۸ (سلواغلې۲۹) د پولینډ په پایتخت وارسا کې خبریالانو ته وویل چې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین په پولینډ د (MI Abrams) ټانکونو د پلور په هکله کانګریس ته خبر ورکړی.

ښاغلي آستن پخپلو خبرو کې دا ونه ویلې چې دا ټانکونه به څه وخت پولینډ ته ورسیږي خو زیاته یې کړه چې ، " د دې ټانکونو د انتقال پر نیټې اوس مهال بحث روان دی".

پولینډ اعلان کړی و چې په همدې را روان اوړي کې د متحده ایالاتو څخه دا ټانکونه اخلي چې ټولیز ارزښت یې تقریباً ۶ ملیارده امریکایي ډالر کیږي خو د ځینو دلایلو په خاطر چې لا روښانه شوي ندي، دا معامله ځنډول شوې وه.

په پولینډ کې اوس مهال د ۹ زرو څخه تر ۱۰ زرو پورې امریکایي عسکر پراته دي او که روسیه په اوکراین یرغل وکړي، دا سرتیري ځواب ویلو ته چمتو دي.

سره لدې چې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن ویلي چې اوکراین ته به د دې هیواد د سرتیرو د ملاتړ لپاره امریکایي سرتیري وانه ستوي چې د روسیې پر ضد جګړه وکړي خو وروسته تر هغه چې په اوکراین د روسیې د یرغل خبرې تودې شوي، ښاغلي بایډن پولینډ ته اضافي سرتیري واستول.

امریکا په پولینډ د دې ټانکونو د پلور خبر پداسې حال کې ورکوي چې ټاکل شوې جمهور رئیس جو بایډن د اوکراین پر سره د اتلانتیک سمندر په دواړو خواوو کې د پرتو هیوادونو د مشرانو سره نن خبرې وکړي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې ټاکل شوې ښاغلی بایډن پدې غونډې کې په اوکراین د برید د مخنیوي او دپلوماسۍ لپاره د متحده ایالاتو د هڅو په هکله معلومات ورکاندي.

دا غونډه داسې مهال کیږي چې جمهور رئیس بایډن یوه ورځ وړاندې ویلي و ډیر احتمال شته چې روسیه به په راتلونکو څو ورځو کې په اوکراین یرغل وکړي.