سپینه ماڼۍ: امریکا د ایراني کښتۍ له ګواښونو وروسته خلیج ته نور ځواکونه استوي 

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي

د امریکا متحده ایالاتو د جمعې په ورځ مۍ ۱۲ (غوایي ۲۲) وویل د خلیج په اوبو کې د ایراني کښتیو له ځورونکي چلند وروسته یې پریکړه کړې چې سیمې ته نور ځواکونه ولیږي.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل، "د دفاع وزارت به په خلیج کې زموږ د دفاعي حالت د پیاوړي کولو لپاره یو لړ ګامونه پورته کړي". هغه زیاته کړه چې "د ځواکونو ددغه پیاوړي کولو په اړه به په راتلونکو ورځو کې جزییات ورکړل شي."

د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو پنځمې بیړۍ چې په بحرین کې میشته ده، په یو بیان کې وویل چې دوی د "سیمه ایزو متحدینو او شریکانو سره کار کوي ترڅو د هغو کښتیو او الوتکو حرکت زیات کړي" چې په خلیج کې د هرمز په تنګي کې ګزمې کوي.

ښاغلي کربي وویل، ایران، چې له امریکا سره ترینګلې اړیکې لري - که څه هم په دې وروستیو کې یې له عربي ګاونډیانو سره اړیکې رغولې دي - په تېرو ۱۵ کلونو کې یې ۱۵ نړیوالې بیرغ لرونکې شوداګریزې کښتي "ځورولي، برید پرې کړی او یا یې لاسوهنه کړې" ده.

کربي همداشان وویل، «مونږ په پرله پسې ډول ایراني ګواښونه، د وسلو نیول او د هغو سوداګریزو کښتیو په وړاندې بریدونه لیدلي چې په نړیوالو او د سیمې په ستراتیژیکو اوبو کې د کښتۍ چلولو له سمندري حریم او آزادۍ څخه کار اخلي.»

هغه وویل، «متحده ایالات به بهرنیو یا سیمه ییزو قدرتونو ته اجازه ورنکړي چې د هرمز تنګي په ګډون د منځني ختیځ د اوبو د لارې د کښتیو د تګ راتګ ازادي له خطر سره مخامخ کړي.»

دا پداسې حال کې دي چې ایران پدې وروستیو کې د چین په منځګړیتوب د سعودي عربستان سره له څو کلن کړکیچ وروسته خپلې دپلوماتیکې اړیکې بیرته ټینګې کړې.

ریاض په ۲۰۱۶ کال کې له تهران سره تر هغه وروسته روابط وشلول او هلته یې دپلوماتیک ماموریت وځنډوه، چې ایراني مظاهره کوونکو د سعودي له لوري د ورانکارۍ په تور د یو شیعه عالم نمرالنمر د اعدام د غندنې په مظاهرو کې د سعودي په سفارت او کونسلګرۍ بریدونه وکړل.