امریکا کې د ۵ نه تر ۱۱ کلونو ماشومانو ته د کرونا ضد واکسین ورکول کیږي

د امریکا فدرالي حکومت په کافي اندازه واکسین پیرلی چې ۲۸ میلونه په شرایطو برابر ماشومانو ته به کفایت وکړي

سپینې ماڼۍ ویلي چې په متحده ایالاتو کې د ۵ نه تر ۱۱ کلنو ماشومانو ته د فایزر/ بیو انتک شرکت د کویډ-۱۹ ضد واکسین ورکول راتلونکې اوونۍ پیلیږي.

په سپینې ماڼۍ کې د کرونا ویروس سره د مبارزې د همغږۍ مشر جف زینتس ویلي چې د کویډ نولس ضد میلونونه ډوزه واکسین چې په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره جوړ شوی په راتلونکو څو ورځو کې به د ویش او تطبیق مرکزونو ته ولیږدول شي.

ښاغلي زینتس زیاته کړه چې د امریکا فدرالي حکومت په کافي اندازه واکسین پیرلی چې ۲۸ میلونه په شرایطو برابر ماشومانو ته به کفایت وکړي."

هغه زیاته کړه، " مونږ د (متحده ایالاتو) د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز پریکړې ته انتظار کوو. د همدي رواني نومبر د میاشتې په ۶مې نیټې د ۵ نه تر ۱۱ کلونو ماشومانو د واکسین کولو بهیر په ټول توان سره پیل کیږي. "

د امریکا د خوراکي موادو او دارو درملو ادارې د جمعې په ورځ د فایزر/بیوانتیک لخوا جوړ شوی د کویډ نولس ضد واکسین چې په ځانګړې توګه د د پنځو نه تر یوولس کلنو ماشومانو لپاره جوړ شوی، تجویز کړ. دا لومړی واکسین دی چې د ماشومانو لپاره د تطبیق کیدو جواز ورته ورکړل شوی.

خو لا هم د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز باید ماشومانو ته ددې واکسین د تطبیق کیدو د څرنګوالي په هکله سلا مشوره ورکړي. ټاکل شوې د دې ادارې سلاکاران نن سه شنبې نومبر ۲مه پدې هکله خبرې اترې وکړي.

د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکز مشرې روشل والنسکي ویلي چې د سلا مشورې کمیټه به د ماشومانو لپاره د فایزر د شرکت د واکسین ګټور توب او خوندیتوب په بشپړه، عادلانه او آزاده توګه ارزیابي کړي

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د معلوماتو له مخې تر دې دمه په متحده ایالاتو کې د ټولو بالغو وګړو ۷۰ په سلو ته یې په بشپړه توګه د کرونا ضد واکسین ورکړل شوی خو لا هم شاوخوا ۶۰ میلیونه کسان شته چې دا واکسین یې ندی کړی.