مایک پمپیو منځني ختیځ ته د خپل سفر په دوام بحرین ته ورسید 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو نن چهار شنبه اګست ۲۶ (وږي ۵) بحرین کې دی او د هغه هیواد له چارواکو سره به تر خبرو وروسته متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي.

ټاکل شوېده ښاغلی پمپیو نن د بحرین له شهزاده سلمان بن حمد الخلیفه او پادشاه حمد الخلیفه سره ورګوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي ښاغلی پمپیو به په متحده عربي اماراتو کې د هغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر شیخ عبدالله بن زید ال نهیان سره د هغه هیواد او اسرائیلو د روابطو د عادي کیدو د قرار داد په اړه چې په دې وروستیو کې د امریکا د متحده ایالاتو په منځګړیتوب لاسلیک شوی ، بحث وکړي.

پمپیو روانه اوونۍ څو هیوادونو ته په دې هدف په سفر وتلی چې د ټرمپ حکومت هڅه کوي نور عرب هیوادونه هم د اماراتو په شان له اسرائیل سره د روابطو عادي کیدو ته وهڅوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، ښاغلي پمپیو د سه شنبې په ورځ (اګست ۲۵) د سوډان د خپلواکې شورا له مشر جنرال عبدالفتاح البرهان سره د سوډان او اسرائیل د دوه اړخیزو اړیکو په دوام بحث کړی دی.

مایک پمپیو د دوشنبې په ورځ (اګست ۲۴) خپل سفر له اسرائیل پیل کړ او ویې ویل، امریکا به له متحده عربي اماراتو سره د وسلو د هر ډول احتمالي قرار په صورت کې په منځني ختیځ کې د اسرایلو پوځي ګټې تضمین کړي.

دغه جګپوړی امریکايي دیپلومات وروسته له هغه منځني ختیځ ته سفر کوي چې واشنګټن د روانې اوونۍ په پیل کې د اسرایل او متحده عربي اماراتو ترمنځ د روابطو د عادي کیدو د قرار داد منځګړیتوب وکړ، هغه قرار داد چې نتانیاهو د سیمې لپاره یو نوی پیل ګڼلی دی.

خو د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمد عبادس دا قرار داد د فلسطینیانو په مقابل کې خیانت بللی دی. ټاکل شوېده پمپیو خپل وروستی سفر عمان ته وکړي.

بحرین او عمان د خلیج هغه دوه هیوادونه دي چې ښکاري له اسرائیل سره به دیپلوماتیکې اړیکې ورغوي.