امریکا افغانستان ته د بشري مرستو رسولو اجازه ورکړه  

امریکا وايي طالبانو سره د بشري مرستو په خاطر تعامل کېدای شي

د امریکا د خزانې وزارت د جمعې په ورځ د سپتمبر ۲۴ ( تلې ۲) د دوه عمومي جوازونو په صادرولو سره افغانستان ته د مرستو د رسولو اجازه ورکړه.

د لومړي جواز له مخې د امریکا حکومت، نادولتي ټولنې او د ملګرو ملتونو په ګډون مشخصې نړیوالې موسسې له طالبانو سره په دوی باندې د لګېدلو بندیزونو باوجود د بشري مرستو د رسولو لپاره تعامل او همکاري کولای شي.

د دوهم جواز له مخې افغانستان ته د خوړو، درملو او نورو موادو د واردولو او صادرولو اجازه ورکول کیږي.

د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنترول دڅانګې مشرې انډریا ګکي وویل" دخزانې وزارت ژمن دی چې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو پروسه تسهیل کړي. "

هغې زیاته کړه چې واشنګټن به په طالبانو ، د حقاني په شبکې او نورو کسانو باندې د لګول شویو بندیزونو د ساتلو باوجود له مالي موسسو، انجیوګانو او نړیوالو سازمانونو سره کار وکړي چې د افغانستان خلکو ته د زراعتي توکو، درملو او نورو موادو رسول اسان کړي.

د روان عیسوي کال په پیل کې ملګرو ملتونو وویل چې ۱۸ میلیون افغانان چې د افغانستان د نفوس نیمایي برخه جوړوي بشري مرستو ضرورت لري او دا هیواد د څلورو کلونو په موده کې له دوهم ځل وچکالۍ سره مخامخ دی.

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوتیریش تیره اونۍ وویل چې افغانستان د یوه بیساري بشرین ناورین په درشل کې دی او ده پریکړه کړې چې له خلکو سره د مرستې په خاطر باید له طالبانو سره تعامل وشي.

په طالبانو باندې د لګول شویو بندیزونو له امله د دوی شتمنۍ کنګل کیږي او امریکایان د پیسو، موادو او خدماتو په برخو کې له دوی سره معامله نشي کولای.

د امریکا دخزانې وزارت په دې نوي اقدام سره نړیوالې موسسې او نادولتي ټولنې کولای شي چې د افغانستان خلکو ته د مرستو د رسولو په خاطر د طالبانو حکومت ته مالیه ورکړي، د ګمرکاتو او جواز اخیستو فیس تحویل کړي او نورې ضروري معاملې ترسره کړي.

د خزانې د وزارت یوه ویاند وویل " مونږ د طالبانو په مشرانو فشار او یاهم نړیوال مالي سیستم ته د دوی په لاسرسي باندې وضع شوي محدودیتونه، نه دی کم کړي."

طالبان له امریکا سره تر شل کلن جنګ وروسته د اګست په پنځلمسې باندې کابل ته ننوتل. داسې ویره موجوده ده که امریکا په دوی باندې خپل سخت بندیزونه نرم نه کړي نو د افغانستان خلک به له یوه بیساري بشري ناورین سره مخامخ شي.

طالبان له امریکا اونړیوالې ټولنې غواړي چې حکومت یې په رسمیت وپيژني خو نړیوال بیاورته وايي چې ټول شموله حکومت جوړ کړئ، ښځو او اقلیتونو ته په کې برخه ورکړئ، بشري‌ حقونو ته درناوی وکړي.

طالبانو خپله سرپرسته کابینه اعلان کړې ده چې ټول په کې د «اسلامي‌ امارت» غړي دي، اکثریت هېوادونه وايي د طالبانو چال چلند ته په کتو به د هغوی د رسمي پېژندلو او نه پېژندلو په اړه پرېکړه کوي.