په ننګرهار کې د اربکیانو او امریکايي ځواکونو ترمنځ نښته شوې

پېښه د ننګرهار د اچین په ولسوالۍ کې شوې ده

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت وايي چې په ننګرهار کې په ډزو کې د دوې یو سرتېری ژوبل شوی دی.

ناټو وايی چې دوې د پېښې په اړه پلټنه پیل کړې ده.

مخکې په ننګرهار کې چارواکو ویلي وو چې د داعش جګړه مارانو په ضد یو ځايي پاڅون کوونکي دوه امریکایي پوځيان وژلي او یو بل یې ژوبل کړی.

سیمیز چارواکو ویلي وو چې په برید کې د امریکايي ځواکونو یو افغان ژباړن هم وژل شوی او بل ژوبل شوی دی. پېښه د پنجشنبې په ورځ ( جنورۍ۱۱) د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په مامندره کې وشوه. خو ناټو د خپلو سرتېرو د وژلو خبره په کلکه رده کړې ده.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی عبیدالله شینواری امریکا غږ ته وویل "امریکايي ځواکونه د داعش پر ضد عملیاتو لپاره له پاڅوانوالو سره په خبرو بوخت و چې یو پاڅوانوال پرې ناببره برید وکړ".

ښاغلی شینواری وايي امریکايي ځواکونه په "متقابلو ډزو کې بریدګر او د پاڅونوالو دوه قومندانان ځای په ځای ووژل". د سیمه ییزو پاڅونوالو یو قومندان خیر محمد امریکا غږ ته وویل "بریدګر نوی له پاڅونوالو سره یو ځای شوی و، امریکایانو له پېښې سملاسې وروسته د پاڅونوالو په مرکز بمباري وکړه او ۱۲ نور پاڅونوال یې هم ووژل چي جسدونه یي تر خاورو لاندې دي".

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی وايي چې داسې یوه پېښه شوې ده خو لا د تلفاتو په اړه یې دقیق معلومات نلري. وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوې استول شوې اعلامیې کې ادعا کړې ده چې بریدګر د هغوی نفوذي کس و.

د ولایتي شورا غړی عبیدالله شینواری هم وايي چې د پاڅونوالو په لیکو کې ځینې پخواني طالب وسله وال و. ښاغلی شینواری وایي چې دا پاڅونوال په ولسي جرګې کې د ننګرها د استازي ظاهر قدیر ملېشي دي خو ښاغلي قدیر لا څه نه دي ويلي.

د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله په ننګرهار کې د داعش جګړه ماران ډېر فعاله بلل کیږي، همدغلته امریکايي ځواکونو تېرکال پر داعش د "بمونو د مور" وکاروه چې تر اټوم بمب وروسته تر ټولو غټ بمب بلل کیږي.

د ناټو عمومي قومندان جان نیکلسن څو میاشتې مخکې وویل چې په ننګرهار کې یې د داعش وسله والو فعالیتونه له ۱۳ ولسوالیو څخه درې ولسوالیو کې ته محدود کړي دي.