امریکایي پوځیانو ته د کرونا واکسین د اخیستلو امر شوی

د امریکا دفاع وزیر لائید آسټن له خوا په یوه یاداشت کې د پوځ ټولو سرتیرو ته امر شوی چې ډیر ژر د کرونا واکسین واخلي.

دا امر دوه ورځې وروسته له هغه وشو چې د امریکا د خوړو او درملو ادارې د فایزر واکسین تائید ورکړ څو د امریکا د پوځ څه باندې ۸۰۰ زره، نه واکسین شويو غړو ته د واکسین زمینه برابره شي.

د امریکا د دفاع وزیر په دې یاداشت کې ندي ویل شوي چې د واکسین کیدو بهیر دې څه وخت تکمیل شي خو له نظامي برخو غوښتل چې په دې برخه کې د پرمختګونو په اړه په منظم ډول معلومات ورکړي.

دفاع وزیر لائید آسټن په دې یاداشت کې ویلي:" د هیواد د دفاع لپاره، موږ باید صحتمند او چمتو ځواک ووسو."ښاغلي اسټن زیاته کړې:"له صحي کارپوهانو او نظامي رهبري سره تر دقیقو مشورو او د جمهور رئیس له ملاتړ سره ما د پوځ د خوندي ساتلو او د امریکا د خلکو د ساتلو په هدف د کرونا ویروس واکسین جبري کیدل ضروري وګاڼه."

ټاکل شوېده امریکا پوځ په خپله امریکا او ټوله نړۍ کې پوځیانو ته واکسین تطبیق کړي. د پوځ غړي کولی شي په خپله خوښه هم د واکسین یوه محل ته ولاړ شي.

د امریکا د ملي ګارډ د پوځیانو واکسین ممکن ډیرې ننګونې رامنځ ته کړي ځکه هغوی په ټوله امریکا کې تیت او پرک دي او په میاشت کې یو ځل د ټرینینګونو لپاره راغونډیږي.

په دې امر کې یوازې د فایزر واکسین تطبیق کیدلی شي. موډرنا هم اف ډي اې یا د امریکا د درملو او خوړو ادارې ته د خپل واکسین د تطبیق کولو درخواست کړی دی. جانسن اند جاسن ویلي هغوی هیله من دي چې د روان کال په وروستیو کې درخواست ورکړي.

پنټاګان ویلي د اګست تر ۱۸ نیټې پورې د ملي ګارډ څه باندې یو میلیون غړي او احتیاطي پوځیان په بشپړ ډول واکسین شوي دي او کابو دوه سوه و پنځوس زره نورو حد اقل یو ډوز اخیستی دی.

خو څه باندې ۱.۳ میلیون نور پوځیان او کابو اته سوه زره د ملي ګارد او احتیاطي ځواکونه لا پاتې دي.