بریتانیا او امریکا په یمن کې د حوثیانو په مرکزونو بیا بمباري کړې

دا دریم ځل دی چې بریتانیې او امریکا په یمن کې په حوثي یاغیانو په ګډه هوایي بریدونه کړي.

د متحده ایالاتو او بریتانیا پوځ شنبه فبروري درییمه (سلواغې ۱۴) په یمن کې د حوثیانو لسګونه اهداف پدې خاطر ویشتلي چې لا هم دا ډله چې د ایرن ملاتړ ورسره دی، په سرې بحیرې کې په سوداګریزو کښتیو بریدونه کوي.

دا درېیم ځل دی چې بریتانیه او امریکا په ګډه په یمن کې دا ډول هوایي بریدونه کوي.

د امریکا پوځ په غزې کې د اسرائیل – حماس جګړې د پیل کیدو څخه راپدیخوا څو ځله په یمن کې په حوثیانو هوایي بمبارۍ کړي خو په سوداګریزو کښتیو د دې ډلې بریدونه لا هم روان دي.

متحده ایالاتو، بریتانیا او یو شمیر نورو هیوادونو چې د حوثیانو په خلاف ددې عملیاتو ملاتړ کوي، په یوې اعلامیې کې ویلي چې په یمن کې د دې ډلې په ۱۳ موقعیتونو کې ۳۶ اهداف ویشتل شویدي خو د مرګ ژوبلې او زیان په هکله پکې څه ندي ویل شوي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آسټن ویلي چې ددې بریدونو هدف دا دی چې د ایران له ملاتړ برخمنو حوثي یاغیانو وړتیا لا ګډه وډه او کمزورې شي تر څو هغووي ونشي کړی "بې باکه او بې ثباته کوونکي" بریدونه وکړي.

دا مطلب هم ولولئ امریکا په عراق او سوریې کې د ایراني ځواکونو او ایراني پلوو ملیشو مرکزونه وویشتل

ښاغلي آسټن د تازه هوایي بریدونو په هکله په یوې اعلامیې کې ویلي، " ائتلافي ځواکونو د حوثیانو پورې تړلي ۱۳ موقعیتونه په نښه کړي چې د ځمکې لاندې خښې شوې وسلو ذخیرې، د توغندیو سیستیمونه، د توغندیدو لانچرونه، د هوایي دفاع سیستمونه او رادارونه پکې شامل دي".

د امریکا د دفاع وزیر او ائتلافي ځواکونو په اعلامیې کې دا ندي ویلي چې دا بریدونه د یمن په کوم ځای کې شوي خو د حوثیانو په تلویزیون کې ویل شوي چې د پایتخت صنعا په ګډون د هیواد یو شمیر سیمې په نښه شوې وې.

د بریتانیا دفاع وزارت بیا ویلي چې پدې هوایي بریدونو کې د شاهي هوایي ځواک ټایفون جنګي الوتکو برخه اخیستې وه.

د بریتانیا سره د ګډو بمباریو کولو څخه وړاندې د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي چې د حوثیانو کښتیو ضد شپږ توغندي یې وویشتل چې په سرې بحیرې کې په کښتیو واریدو لپاره چمتو شوي و.

حوثي یاغیان له سرې بحیرې څخه تېرېدونکې کښتۍ په نښه کوي‌ او وايي چې دا کار د غزې په ننګه کوي. له دغې لارې څخه د نړۍ ۱۲ په سلو کې تجارتي توکي انتقالېږي او په دغو بریدونو سره د انتقال دا بهیر له خطر سره مخامخ شوی دی.

حوثیانو خبرداری ورکړی چې په سرې بحیرې کې په کښتیو بریدونه به یې تر هغه وخته ادامه ولري تر څو پورې چې اسرائیل د غزې کلا بندې شوې تړانګې ته د دارو درملو او خوراکي موادو د ورتګ اجازه نه وي ورکړل شوي.

واشنګټن په ایران تور پورې کوي چې پدې بریدونو کې د حوثیانو سره مرسته کوي خو ایران دا تورنه نه مني او وایي حوثي یاغیان دا پریکړې پخپله کوي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي چې په یمن کې په توغندیو د بریدونو تر څنګ یې یمن سره نږدې اته بې پیلوټه یا ډرون الوتکې هم ویشتي او نسکورې کړیدي.

د شنبې ورځې بریدونو څخه وروسته د حوثیانو یو ویاند نصرالدین عامر په ټولنیزو شبکو کې ویلي چې د تشدد ځواب به په تشدد ورکوي.

هغه لیکلي، " یا دا چې زمونږ، فلسطنی او غزې لپاره سوله ده یا دا چې په سیمې کې ستاسو لپاره خوندیتوب او سوله نشته".

متحده ایالاتو په سرې بحیرې کې د حوثي شعیه یاغیانو بریدونو سره د مقابلې لپاره د لسو هیوادونو ائتلاف جوړ کړی چې بریتانیه، فرانسه، بحرین ایټالیا او یو شمیر نور هیوادونه پکې شامل دي.