امریکا د سوریې په ختیځ کې د خونړۍ جګړې د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه 

عکس-ارشیف

د امریکا متحدو ایالتونو د جمعې په ورځ، سپټمبر لومړۍ (وږي ۱۰مه) د سوریې په ختیځ کې چې تر ډېره د حکومت له کنټروله بهر ده، د کردانو په مشرۍ د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو او عرب وسله والو ډلو ترمنځ د مرګونې جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

دغه جګړې چې له امله یې لسګونه کسان وژل شوي دي، د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه پیل شوې چې د 'دیرالزور' د نظامي شورا مشر احمد الخبیل، د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو (اس ډي اف) لخوا چې متحدو ایالتونو یې ملاتړ کوي، ونیول شو.

بلخوا د سورېې لپاره د امریکا سفارت، چې له سوریې څخه بهر فعالیت کوي، پر "ټولو لورو غږ کړی چې رامنځته شوې ستونزه په سوله ییز ډول حل کړي."

د متحدو ایالتونو پوځي ماموریت چې د اسلامي دولت ډلې (داعش) د پاتې شونو په وړاندې د مبارزې ملاتړ کوي په یوې خبرپاڼۍ کې ویلي: "د سوریې په شمال ختیځ کې تاوتریخوالی باید ودرول شي."

په خبرپاڼه کې چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته خپره شوې، ټینګار شوې، چې "د سوریې په شمال ختیځ کې دې د جګړې پرځای د سولې او ثبات او د داعش د ګواښ د له منځه وړلو پر هڅو تمرکز وشي."

خبرپاڼه زیاتوي: "د سیمې د تلپاتې امنیت او ثبات څخه د ملاتړ او د داعش ډلې د له منځه وړلو څخه ډاډ ترلاسه کولو په موخه، د سوریې له ډیموکراټیکو ځواکونو سره ګډ کار زموږ له لومړیتوبونو څخه دي. ددې مهمو لومړیتوبونو له پامه غورځول نه یواځې بې ثباتي رامینځته کوي، بلکې د داعش ډلې د بیا راپورته کیدو خطر هم زیاتوي. "

په ۲۰۱۹م کال کې، د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو د هغه پوځي عملیاتو مشري وکړه چې په سوریه کې د داعش اعلان شوي خلافت ته یې د پای ټکې کیښود.

د امریکا په ملاتړ دغه ځواکونه د سوریې په شمال ختیځ کې د کردستان نیمه خپلواکه سیمه چې د 'دیر الزور' ولایت لویه برخه پکې شامله ده، تر خپلې ولکې لاندې لري.

د کردانو په مشرۍ د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو او عرب وسله والو ډلو ترمنځ یادې نښتې د 'کینکو' د ګازو ساحې ته څېرمه رامنځته شوي چیرې چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف هلته اډې لري.

په بريتانيا کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان د جمعې په ورځ، د 'دیر الزور' د پوځي شورا د نیول شوي مشر، احمد الخبيل د پنځو تنو پلويانو د وژل کيدو خبر ورکړ.

بلخوا عیني شاهدانو او سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې په دغه نښتو کې د دواړو خواوو ۴۰ وسله وال او ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د 'دیر الزور' د پوځي شورا مشر، احمد الخبيل د نیول کیدو لامل نه دی په ډاګه شوی.

خو څارونکي او یو سیمه ییز فعال د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل چې نوموړی د مخدره موادو په قاچاق او د داعش له ګواښ سره د نه مقابلې په ګډون په ګڼو جرمونو کې د ګډون په تور نیول شوی دی.

د سوریې جګړه په ۲۰۱۱ کال کې هغه مهال پیل شوه چې د ولسمشر بشارالاسد حکومت د حکومت ضد سوله ییز لاریونونه په زور وځپل. د سوریې په کورنۍ جګړه کې چې بهرنیو ځواکونو هم وردانګلي تر ۵۰۰ زرو ډېر کسان وژل شوي، او په میلیونونو نور یا په کور دننه بې ځایه شوي او یا هم د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.