حماس: د امریکا له لوري د اوربند ویټو کول اسرائیل ته د نورو عامه وژنو لپاره شین څراغ دی

امریکا په غزې کې د عاجل اوربند پرېکړه لیک ویټو کړ

له هغه وروسته چې متحدو ایالتونو په غزې کې د موقت اوربند په اړه د الجزایر وړاندیز رد کړ، د حماس ډلې وویل چې دا اقدام "اسرائيل ته یو شین څراغ دی چې نوره عامه وژنه هم" وکړي.

متحدو ایالتونو نن سه شنبه فبروري ۲۰ (کب لومړی) په غزې کې د عاجل اوربند په اړه د امنیت شورا پرېکړه ویټو کړه.

حماس د امریکا دا پرېکړه غندلې ده او په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «دا ویټو د اسرائيل د اشغال د اجنډا په ګټه وه او دا کار به د شخړې د بندېدو په اړه د نړیوالو د هڅو د مخنیوي او زموږ د خلکو د رنځ د زیاتېدو» لامل کېږي.

خو په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لیندا تامس ګرینفلډ د الجزایر مسوده غیر مسئولانه وبلله. هغې له حماس سره یرغمل شویو کسانو ته په اشارې وویل: "موږ د داسې یو پرېکړه لیک حمایت نه شو کولای چې حساس مذاکرات له خطر سره مخامخ کوي."

چین، روسیې، فرانسې، مالتا او سلوانیا د امریکا په دغه اقدام انتقاد کړی دی.

د سلوانیا استازي سمیول زیبوګار وویل: «موږ دغه پرېکړه لیک ته رایه ورکړه چې په غزې کې د ولسي خلکو وژل بند شي. فلسطینیان چې کوم رنځ ګالي تر هر هغه څه ډېر دي چې یو انسان باید ورسره مخامخ شي.»

متحدو ایالتونو تر دې دمه په غزې کې د اوربند په اړه د اوربند هر ډول وړاندیز رد کړی، وايي داسې یوه مسوده یې ترتیب کړې چې په کې د یرغمل شویو کسانو خلاصون او اوربند شامل دي‌ او په غزې کې هر ډول جغرافیايي تغییر ردوي.

د سپینې ماڼۍ یو مقام، چې نه غواړي نوم یې ذکر شي، ویلي دي چې واشنګټن نه غواړي په بېړې سره دا مسوده رایه اچوونې ته وړاندې کړي او غواړي د مذاکرې لپاره یو فرصت برابر شي.

د نړیوالو د فشارونو سره سره د اسرائيل صدراعظم ویلي دي چې په رفح باندې به عملیات کوي. د امریکا په دغې مسودې کې راغلي دي چې د اسرائیل دا اقدام به د سیمې د امنیت او سولې لپاره عواقب ولري.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د اسرائیل پوځي عملیات به ولسي خلکو ته زیان ورسوی.

په غزې کې د حماس تر کنترول لاندې عامې روغتیا وزارت مقامات وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې تر دې دمه ۲۹زره کسان وژل شوي. اسرائيلي مقامات وايي چې د حماس په بریدونو کې ۱۱۴۰ تنه وژل شوي.

د دغه راپور په لیکلو کې د فرانس پرس، اسوشیتډ پرس او رویټرز اژانسونو له معلوماتو څخه استفاده شوې.