روسیې ته د امریکا خبرداری: په اوکراین یرغل به په لوړه بیه تمام شي

جو بایډن او ولادمیر پوتین تقریباً ۵۰ دقیقې په ټیلیفون کې خبرې کړي.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن وایي د خپل روسي انډول سره په ټیلیفوني خبرو کې یو ځل بیا پدې ټینګار کړی چې د اوکراین پر ضد د اقدام له کبله به په مسکو بندیزونه ولګوي او متحده ایالات به په اروپا کې خپل حضور ډیر کاندي.

ښاغلي بایډن او ښاغلي پوتین دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په ټیلفوني خبرو کې کړي چې تقریباً ۵۰ دقیقې وې.

جو بایډن د جمعې په ورځ ډسمبر ۳۱ (مرغومي ۱۰) ددې ټیلیفوني خبرو په هکله خبریالانو ته وویل، "جمهور رئیس پوتین ته مې واضح کړله چې که بل هر اقدام وکړي، که اوکراین ته ولاړ شي جدي بندیزونه به ولګوو او ناټو متحدینو سره به په اروپا کې خپل حضور ډیر کړو. او دا (په اوکراین د روسیې یرغل) به لوړه بیه ولري".

سره لدې چې د ښاغلي بایډن په وینا په خبرو کې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین په دریو غونډو موافقه کړې چې بله میاشت به د ستونزو د حل په خاطر جوړیږي خو امریکایي مشر زیاته کړه چې دا کار یوازې په هغه صورت کې کیدی شي چې هغه (پوتین) "جنجال کم کړي".

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې که روسیه د اوکراین په پوله خپل سرتیري وساتي، آیا پرې بندیزونه به ولګول شي که نه ښاغلي بایډن وویل، "په عامه توګه نغواړم پدې هکله خبرې وکړم خو دا مې ورته واضح کړله چې هغه په اوکراین اقدام نشي کولی".

د سپینې ماڼۍ یو چارواکي ویلي چې ټاکل شوې جمهور رئیس جو بایډن د یکشنبې په ورځ د اوکراین د جمهور رئس ولادمیر زلینسکي سره هم وغږیږي.

د ښاغلي بایډن او ښاغلي پوتین ددې خبرو په تعقیب د را روان ۲۰۲۲ کال د جنوري په میاشت کې د اوکراین او نورو امنیتي موضوعاتو تر څنګ د روسیې سره څو مهمې غونډې کیږي. د جنوري په په ۹مه او ۱۰مه به د روسیې او امریکا امنیتي غونډه وشي.

د دې غونډې نه وروسته ټاکل شوې د ناټو – روسیې د شورا غونډه د جنوري په ۱۲مه وشي او د همدې میاشتې په ۱۳مه به د متحده ایالاتو، روسیې او اروپایي هیوادونو د مشرانو غونډه هم وشي.

روسیې د اکټوبر په میاشت کې د اوکراین سره په ګډې پولې تقریباً ۹۳ زره سرتیري ځای پر ځای کړي و خو په اوس وخت کې دا شمیر ۱۰۴ زرو ته پورته شوی دی.

غربي هیوادونو په روسیې تور لګولی و چې دا سرتیري یې په ګاونډي هیواد اوکراین چې د پخواني شوروي اتحاد غړی و، د احتمالي یرغل کولو په خاطر ځای پر ځای کړي.

خو روسیه بیا وایي چې د پراخې حملې پلان نلري او دا خپل حق بولي چې پخپلې خاورې کې خپل عسکر هر څرنګه چې مناسب وي له یو ځای څخه بل ځای ته ولیږدوي.