اسرائیل ته د امریکا خبرداری: پر رفح پوځي عملیات د 'ناورین' له خطر سره مل دي

که څه هم په دې وروستیو ورځو کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند لپاره ډېرې هڅې روانې دي، خو دواړو خواو د یو بل شرطونه نه دي منلي.

د امريکا متحدو ايالتونو د غزې په جنوب رفح ښار کې د اسرائيل له پوځي عملياتو سره د خپل مخالفت په څرګندولو د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ اتمه (سلواغې ۱۹) خبردارى ورکړ چې په دې سيمه کې له مناسب پلان پرته د عملياتو ترسره کول به د یو "ناورین" د رامنځته کیدو سبب شي.

دمخه تر دې د اسرائیل صدراعظم بنيامين نتنياهو خپلو ځواکونو ته په رفح کې چې د غزې د ۲.۳ میلیون وګړو نیمایي برخې هلته پناه وړې، د "عملياتو لپاره د چمتووالی" امر کړی او هوايي بريدونه يې ګړندۍ کړي دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "په داسې وخت کې او اوسنیو شرایطو کې چې له یو میلیون او یا هم یو نیم میلیون فلسطینیانو په رفح کې پناه اخیستې ده پر دې سیمې باندې د هر ډول لویو عملیاتو تر سره کول او هغه هم [د بې ځایه شویو] د خوندیتوب په پام کې نیولو پرته به یو ناورین وي او موږ یې ملاتړ نه کوو."

بلخوا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټیل هم ویلي چې، واشنګټن "تر اوسه د داسې عملیاتو د جدي پلان کولو کوم شواهد نه دي لیدلي." هغه زیاته کړه: "په اوسني وخت کې داسې عملیات په یوه داسې سیمه کې چې یو میلیون خلکو ورته پناه وړي، پرته له کوم پلان جوړونې او لنډ فکر سره ترسره کول به یو ناورین وي."

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش خبرداری ورکړی و چې په رفح کې د اسرائیل پوځي عملیات به "هغه څه چې لا دمخه یو بشري ناورین دی نور هم زیات کړي."

په داسې حال کې چې د اسرائیل پوځ د غزې په جنوب کې د عملیاتو او د غزې په جنوب کې د لا زیات پوځي فشار راوړلو ته تیاری نیسي د سلګونو زرو فلسطینیانو ویره چې د غزې په شمال او مرکزي سیمو کې د اسرائیل له بریدونو څخه تښتیدلي او دې سرحدي سیمې ته یې پناه راوړې نوره هم زیاته شوی ده.

وروسته له هغې چې د حماس جنګياليو د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه پر اسرائیل بريد وکړ او د اسرائیلي مقاماتو په وينا، څه دپاسه ١١٤٠ کسان يې ووژل او شاوخوا ٢٥٠ يې يرغمل کړل، له هغې ورځې راهيسې اسرائیل پر غزې هوايي او ځمکني بريدونه پيل کړي دي.

د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د اسرائیل په پوځي بریدونو کې د څه د پاسه ۲۸ زرو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی چې اکثر یې ملکي وګړي، په تېره بیا ښځې او ماشومان دي.

که څه هم په دې وروستیو ورځو کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند لپاره ډېرې هڅې روانې دي، خو دواړو خواو د یو بل شرطونه نه دي منلي.

حماس تیره ورځ د قطر او مصر د منځګړیتوب له لارې وړاندیز وکړ چې څلور نیم میاشتنی اوربند دې عملي شي چې په ترڅ کې به یې ټول یرغمل شوي کسان خوشي شي او اسرائیلي پوځیان له غزې څخه وایستل شي.

خو د اسرائیل صدراعظم ویلي دي چې "د حماس عجیبو غوښتنو ته تسلیمیدل" یو "بل قتل عام ته د بلنې ورکولو" په معنا دي. هغه، چې تل یې د حماس د بشپړ له منځه وړلو ژمنه کړې، د خپل هېواد پوځ ته یې ویلي، چې په راتلونکو څو میاشتو کې به په غزه کې بشپړه بریا ترلاسه کړي.