امریکا اوکراین کې د بلې "جدي تیروتنې" په اړه روسیې ته خبرداری ورکړ

د امریکا متحده ایالتونو د چهارشنبې په ورځ نومبر لسمه (لړم۱۹) خبرداری ورکړ چې روسیه له اوکراین سره پولې ته نږدې په خپلو نظامي تحرکاتو سره "جدي تیروتنې" کوي ‌او په دې اړه یې د مسکو د وضاحت غوښتنه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن واشنګټن ته د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ته د ښه راغلاست پرمهال وویل چې امریکا "اوکراین ته نږدې د روسیې د غیر معمولي تحرکاتو په اړه په راپورونو اندیښمنه شوېده."

بلینکن یوه مشترک خبري کنفرانس ته وویل د مسکو د اهدافو په اړه شفافیت نشته، خو واشنګټن د هغوی (مسکو) په لوبه پوهیږي.

ښاغلي بلینکن زیاته کړه: "زموږ اندیښنه داده چې روسیه ممکن یوه جدي تیروتنه وکړي او هڅه وکړي بیا هغه څه تکرار کړي چې په ۲۰۱۴ کال کې پولې ته نږدې پوځیان ټول کړل او د اوکراین خاورې ته ننوتل او په درواغو ادعاو سره یې وویل چې تحریک شوي دي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه واشنګټن، د اوکراین واکمني، خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا ته زموږ ژمن دی او نړیواله ټولنه به د روسیې له خوا پخوانیو تخنیکونو ته د ګرځیدلو مسلې ته پام ساتي.

اوکراین د ۲۰۱۴ کال راهیسې کله چې روسیې د کریمیې ټاپو د خپلې خاورې برخه وګرځاوه په ختیځ کې د مسکو له طرفداره بیلتون غوښتونکو په ځانګړي ډول روسي ژبو سره په خونړۍ جګړه کې ښکیل شو.

روسېې وروسته له هغه اقدام وکړ چې د یاد هیواد د هغه وخت جمهور رئیس ویکټور یانوکویچ د مظاهرو له امله ګوښه شو. یانوکویچ د هغو هڅو د دریدو لپاره اقدام وکړ چې له اروپايي ټولنې سره یې اوکراین نږدې کاوه.

روسیې په مارچ میاشت کې هم د اوکراین له پولو سره ۱۰۰ زره پوځیان ځای پرځای کړل. که څه هم سرتیري یې بیرته شاته شول خو دواړو اوکراین او امریکا متحده ایالاتونو وویل چې د عسکرو ایستل محدود وو.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا وویل، اوکراین له امریکا سره د خپلې دفاع د پیاوړې کیدو غوښتونکی دی خو یا هیواد "پر کوم چا د برید هدف نلري."

نوموړي وویل:"د یرغلګرې روسیې د مخنیوي تر ټولو غوره لار داده چې کرملین ته روښانه شي اوکراین پیاوړی دی، همدارنګه پیاوړي متحدین لري چې د مسکو د زیاتیدونکو یرغلونو په وړاندې به هغه یوازې پرې نږدي."

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي هم ویلي دي چې د کچې په لحاظ د روسیې تحرکات غیر معمولي دي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر ویلیم برنز تیره اوونۍ په یوه کم ساري اقدام کې مسکو ته ولاړ او د هغه هیواد له جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره یې وکتل.

سي‌ ان ان خبر ورکړی چې د امریکا جمهور رئیس جوبایډن، برنز چې په مسکو کې د امریکا پخوانی سفیر هم وو هغه هیواد ته استولی څو د روسي عسکرو د راغونډیو په اړه په مستقیم ډول له کرملین سره خبري‌ وکړي.