که طالبانو په خپلو ژمنو وفا ونکړه، امریکا به تړون لغوه کړي- مارک اسپر

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر خبرداری ورکړی که طالبان "افغانستان کې د سولې راوستلو تړون" له شرایطو سر وغړونه وکړي، امریکا به سم له واره تړون لغوه کړي.

ښاغلي اسپر په ټېنګار سره وویل چې دا تړون په ځینو شرایطو ولاړ دی او هغه شرایط باید تطبیق شي.

نوموړي وویل: " دا له طالبانو سره یو تاریخي تړون دی، که طالبان په خپلو امنیتي ضمانتونو او له افغان حکومت سره د خبرو د پیلولو په اړه په خپلو ژمنو وفا ونکړي، امریکا به د تړون په لغوه کولو کې هېڅ زړه نازړه نشي."

نوموړي دا څرګندونې د شنبې په ورځ (فبروري۲۹) په کابل کې هغه مهال وکړې چې په قطر کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو د سیاسي دفتر له استازي ملا غني برادر سره "افغانستان کې د سولې راوستلو تړون" لاسلیک کړ.

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپرهیله وښوده چې دا تړون به په افغانستان کې دایمی سولې ته لار پرانیزي او دا هېواد امریکا او نورې نړۍ ته به ګواښ پېښ نکړي خو ټېنګار یې وکړ چې له افغانستان څخه به یې د ځواکونو وتل د سولې د شرطونو په تطبیق پورې تړلی وي.

امریکا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۳زره ځواکونه لري.