امریکایي میرمنې طالبانو ته: ثانوي ښوونځيو څخه د نجونو منع کول 'ډیره بده پریکړه' وه 

د متحده ایالاتو اوه امریکایي میرمنې هڅه کوي طالبان قانع کړي چې د ثانوي ښوونځيو څخه د نجونو منع کول 'ډیره بده پریکړه' وه.

د بیلابیلو سازمانونو څخه اوه امریکایی میرمنو تیره اونۍ کابل ته پداسې حال کې سفر وکړ چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د متحده ایالاتو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې د "مدني ناکراریو، وسله والو جګړو، جرمونو، تروریزم، تښتونې او کوویډ-۱۹" له امله افغانستان ته سفر ونکړي.

پدغه ډله کې د کوډ پنک په نامه د ښځو په مشرۍ د یوې بنسټیزې موسسې یوه غړې هم شامله وه. دوی یوه اونۍ په کابل کې د طالبانو له چارواکو، ځايي خلکو او د ښځو د حقونو له فعالانو سره په غونډو تېره کړه. دوی وویل چې "مایوسه" کور ته راستنې شوي.

د کوډ پنک مرستیالې بنسټ ایښودونکی میډیا بنیامین چې پدې سفر کې شامله وه په سانفرانسسکو کې له خپل کور څخه په یوه تیلیفوني مرکه وویل "[د سفر] موخه په اصل کې د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو لمانځل وو."

خو افغانستان ته له سفر څخه دوه ورځې وړاندې دغې ډلې ته خبر ورکړل شو چې طالبانو د مخکنیو ژمنو پر خلاف په ناڅاپي ډول د نجونو لپاره پر منځني ښوونځیو بندیز غځولی دی.

میرمن بنیامین وویل: "موږ پدې بحث وکړ چې ایا موږ باید لا هم لاړې شو که نه، پریکړه مو وکړه چې دا مهمه ده چې د نجونو لپاره خپل ملاتړ څرګند کړو او هڅه وکړو چې طالبان قانع کړو چې د هغوی دا خورا ناوړه پریکړه وه."

میرمن بنیامین وویل چې طالب چارواکو دوی سره د لیدنې پر مهال ویلي چې پر ښوونځي بندیز لنډمهاله دی.

آغلې بنیامین وویل: "ځوانې میرمنې چې موږ ورسره ولیدل." خورا ناخوالې وې...هغوی موږ ته وویل چې څنګه د دوی هیلې او خوبونه له مینځه وړل شوي او دوی څومره مایوسه شوي چې دوی د خپلو وروڼو سره یوځای نشي یوځای کیدای او تعلیم د دوی لپاره څومره مهم دی."

د ښوونځيو بندیز د اسلامي عالمانو په ګډون د افغانستان دننه او بهر په نړیواله کچه غندل شوی او د طالبانو په مشرانو یې غږ کړی چې د نجونو لپاره ښوونځي بیرته پرانیزي.

بیوځلي

مرستندویه ادارې وايي، افغانستان له پراخې لوږې سره لاس او ګریوان دی چې ددې هیواد د اټکل شوي ۳۶ میلیونو وګړو په سلو کې ۹۴ یې اغېزمن کړي دي.

دغه امریکایي میرمنې وایي چې د خپل یو اوونيز سفر په ترڅ کې د کابل په واټونو کې د بې وزلۍ شاهدانې وې.

د سپتمبر د یوولسمې کورنۍ د سوله ییز سبا لپاره په نامه ټولنې مرستیالې بنسټ ایښودونکې کیلي کیمبل وویل، "موږ د خواړو د توزیع کولو په ځایونو کې په خوارځواکۍ ځپلو ماشومانو او خورا اړو خلکو کې د سخت اقتصادي کړکیچ نښې ولیدلې… موږ ښځې ولیدلې چې د ډوډۍ په لیکو کې ډوډۍ ته انتظار ایسته او په هر ځای کې د اقتصادي کړکیچ نښې نښانې لیدل کیږي."

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روان بشري ناورین د مخنیوي لپاره د ۲۰۲۲ کال لپاره د ۴،۴ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه، خو بسپنه ورکوونکو یوازې د ۲.۴ میلیارد ډالرو ژمنه کړې ده.

په داسې حال کې چې متحده ایالات د ۵۱۲ ملیون ډالرو په ژمنې سره د ملګرو ملتونو په غوښتنه کې له افغانستان سره ترټولو لوی بشردوستانه مرسته کونکی دی، دغه میرمنې وایي متحده ایالات کولی شي او باید د افغانانو د کړاوونو د کمولو لپاره ډیر څه وکړي.

میرمن بنیامین وویل: «امریکا په تیرو شلو کلونو کې د ورځې ۳۰۰ میلیونه ډالر د جګړې او اشغال په برخه کې لګولي، خو تر اوسه یې حتی ددغو دوو ورځو په اندازه هم د بشردوستانه غوښتنې لپاره نه دي لګولي.»

د براون پوهنتون د واټسن انسټیټیوټ د څیړنې له مخې، په افغانستان کې د امریکا جګړه، چې نږدې دوه لسیزې یې دوام وکړ، له ۲.۳ تریلیون ډالرو ډیر لګښت درلود.

د افغانستان کنګل شوې پیسې

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته، د امریکا حکومت په نیویارک کې د افغانستان د ۷ ملیارد ډالرو څخه زیاتې مالي زیرمې کنګل کړې.

دغه پیسې د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو د کورنیو د یوې ډلې له خوا په نیویارک کې تر دعوې لاندې دي چې په ۲۰۰۱ کال کې په امریکا کې د تروریستي بریدونو پړه پر طالبانو اچوي.

د فبرورۍ په میاشت کې، ولسمشر جو بایډن یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې د افغانستان پیسې یې په دوو ۳.۵ میلیارد ډالر ویشلي چې یوه بر خه یې د افغان بشردوستانه وجهي صندوق ته ورکړل شي او پاتې نیمایي یې د قضیې تر حل کیدو پورې وساتل شي.

میرمن کمپبل چې په نیویارک کې د سپټمبر د یوولسمې په بریدونو کې یې د کورنۍ غړی له لاسه ورکړی وویل: "دا پیسې د سپتمر د ۱۱ کورنیو پورې اړه نلري. دا له امریکا سره تړاو نه لري او له طالبانو سره تړاو نه لري. دا د افغانستان په خلکو پورې اړه لري،». هغې زیاته کړه چې د مرستو بندیدل په افغانستان کې د بشري ناورین لامل شوی دی.

میرمن کمپبل وویل چې د هغې سازمان ۲۷۵ فعال غړي لري، د سپټمبر ۱۱ په بریدونو کې د وژل شویو کسانو د کورنۍ ټول غړي، چې د هغې دعوا سره مخالفت لري چې د سپتمر د ۱۱ د قربانیانو د کورنیو یوې بلې ډلې درج کړې ده.

میرمن کمپبل وویل: "ما د سپتمبر د یوولسمې د کورنۍ له یو غړي سره هم خبرې نه دي کړي چې د له لوږې سره مخ افغانانو څخه د پیسو په اخیستلو خوښ وي."

میرمن کمپبل او میرمن بنیامین وایي چې دوی غواړي په راتلونکي کې افغانستان ته سفر وکړي خو تر هغه به د دغه جنګ ځپلي هیواد [افغانستان] په اړه د امریکا د غوره سیاستونو ملاتړ وکړي.

میرمن بنیامین وویل: "زه فکر نه کوم چې په افغانستان کې یو ناکام دولت د امریکا یا نړیوالې ټولنې په ګټه وي. موږ یې په تیرو وختونو کې پایلې لیدلي."

میرمن کمپبل وویل: "موږ د خپل حکومت سره د شریکولو لپاره ډیر په زړه پوري معلومات لرو."