د امريکا د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال له پاکستاني چارواکو سره لیدلي

د سیاسي چارو لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مرستیال جان باس په اسلام اباد کې د پاکستان له مرستیال لومړي وزير او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره کتلي دي.

د سياسي چارو لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مرستیال جان باس په اسلام اباد کې د پاکستان له مرستیال لومړي وزير او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره کتلي دي.

په پاکستان کې د امريکا سفارت د سپټمبر پر ۱۶مه (وږي ۲۶) په خبرپاڼه کې ليکلي چې دواړو خواو "د اقتصادي او امنیتي مسلو په اړه د دوه اړخيزې همکارۍ د پراخولو" د لارو چارو تر څنګ "د ترهګرۍ او د تاوتریخوالي ډ‌ک افراطيت د مخنيوي" او "د سيمه ييز ثبات او سوکالۍ" د ودې پر ارزښت خبرې وکړې.

خبرپاڼه زياتوي چې جان باس له افغانستان څخه "امریکا ته د افغان کډوالو د ځای پر ځای کولو" په بهیر کې د پاکستان د دوامدارې همکارۍ "مننه" وکړه.

له جان باس سره په دغو ليدنو کې په پاکستان کې د امريکا سفير ډونالډ بلوم هم حاضر وو.

بل خوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د سپټمبر پر ۱۶مه (وږي ۲۶) په خپله خبرپاڼه کې ليکلي چې جان باس "د پلاوو پر مشرۍ" د بهرنيو چارو وزارت له مرستيالې امينې بلوڅې او وروسته له اسحاق ډار سره وليدل.

خبرپاڼه زياتوي، دواړو خواوو "د سوداګرۍ، انرژۍ، امنیت، روغتیا، د اقلیمي بدلون او له ترهګرۍ سره د مبارزې" په ګډون د دوه اړخیزو اړیکو د ټولو برخو په اړه "پراخې خبرې اترې" وکړې.

تر دې وړاندې، د سپټمبر پر درېيمه (وږي ۱۳) په اسلام اباد کې د امريکا سفير ډونالډ بلوم هم د پاکستان د لومړي وزير له مرستيال او د بهرنيو چارو له وزير اسحاق ډار سره د دوه اړخيزو اړيکو په بېلابېلو برخو کې "د همکارۍ د پراختیا" تر څنګ په پاکستان کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د "خونديتوب" په اړه خبرې کړې وې.