د امریکا-طالبانو پر مذاکراتو د افغان حکومت اندېښنه کمه شوې - محب

حمدالله محب طلوع سره خبرو کې وویل چې اوس د کابل-واشنګټن اړیکې ښې دي

د افغانستان د ملي امنیت د شورا مشاور حمدالله محب وايي چې له طالبانو سره د امریکا د سولې د مذاکراتو په اړه اوس تر ډېره د افغان حکومت اندېښنې کمې شوي دي.

هغه په کابل کې د طلوع له خصوصي تلویزون سره په مرکه کې وویل چې اوس د پخوا په پرتله زلمی خلیلزاد هم افغان حکومت سره د مذاکراتو په اړه معلومات شریکوي. هغه وویل چې "اوس مو اړیکه ښه" ده.

ښاغلي محب څه موده مخکې په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي وو چې خلیلزاد د واک ترلاسه کولو په فکر کې دی او له طالبانو سره یې په خبرو کې افغان حکومت څنګ ته کړی دی. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په هماغه ورځ د ښاغلي محب دا ادعا رد کړه. مګر محب بیا هم ټېنګار وکړ چې دا پیغام باید واشنګټن ته رسول شوی وای.

ښاغلي محب په ۱۹۹۰ کلونو کې د افغان جهادي مشرانو ترمنځ په سعودي کې د سولې تړون ته په اشارې وویل چې افغانان د هغه په خبره هېڅکله هم بیا هاغسې تړون نغواړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ټېنګار وکړ چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې باید افغان حکومت موجود وي او وايي په هرو مذاکراتو کې چې حکومت دخیل نه وي، "مطلوبه نتیجه" نه ورکوي.

هغه دا څرګندونې داسې مهال کړي دي چې ټاکل شوې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد د اووم ځل لپاره له طالبانو سره وویني. هغه تر دې دمه شپږو ځلې په قطر کې له طالبانو سره لیدلي دي او په خبره یې په دغو مذاکراتو کې یو لړ پرمختګونه هم شوي دي، خو لا کوم توافق نه دی شوی.