غني او ډنفورډ په یو لړ مهمو مسئلو غږېدلي- صدیقي

ارګ وايي د دغه ملاقات نور جزیات به وروسته خپاره کړي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي د افغان حکومت او امریکايي لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د سولې په ګډون په یو لړ مهمو مسلو خبرې شوي دي.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ (جولاۍ۲۵) کابل کې خبریالانو ته وویل چې جمهور رئیس غني د متحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ سره په ارګ کې په یو لړ مهمو مسلو خبرې وکړي.

ښاغلي صدیقي وویل "ډانفورډ راغلی وو، د جمهور رئیس صاحب سره یې وکتل، په دې کتنه کې په ډیرو مهمو مسلو باندې خبرې اترې وشوې، ځانګړي ډول پر هغو مسلو، چې د دواړو هیوادونو اهداف او منافع دي، د ترهګرۍ پر وړاندې مشترکه جګړه، د امریکا تعهدات د امنیتي ځواکونو لپاره د دوی د ظرفیت او مهارت د لوړیدلو لپاره. "

د افغانستان جمهوري ریاست ویاند وویل چې افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازي هم په تیرو دوو ورځو کې د جمهور رئیس غني سره کتنې لرلې.

هغه وویل، چې افغان حکومت له ښاغلي خلیلزاد څخه غوښتي، چې افغان حکومت سره د سولې پر سر د بحث لپاره یو څه وخت په کابل کې پاتې شي.

صدیقي وویل افغان حکومت د سولې خبرو د مرکچي پلاوي د لیست په ترتیبولو باندې هم کار کوي. هغه وویل، چې د پلاوي شمیر به کم خو د ټولو خلکو استازي به په کې شامل وي.

واشنګټن ته د عمران خان سفر

صدیق صدیقي خبریالانو سره په خبرو کې امریکا ته د پاکستان د صدراعظم د سفر په اړه په احتیاط خوش بینې څرګنده کړه او ویې ویل، چې دغه هیواد په تیرو اتلس کلونو کې ډیرې ژمنې کړي، خو تراوسه یې هیڅ عملي ګام نه دی پورته کړی.

ښاغلي صدیقي وویل " امریکا ته د عمران د سفر یو دلیل دادی، چې امریکایان پر پاکستان لا فشار واچوي. هغوی په امریکا کې دا ژمنه کړې، چې له دې وروسته د افغانستان پر وړاندې خپل سیاست بدل کړي، مونږ هیله لرو، چې بالاخره بدل شي او د طالبانو څخه د پاکستان ملاتړ بند شي او هغه طالبان، چې پاکستان په واک کې دي، د پاکستان له خوا سولې او جګړې څخه لاس په سر کیدلو ته وهڅول شي".

ښاغلي صدیقي وویل، چې اوس هم د طالبانو اصلي مرکزونه د پاکستان په خاوره کې دي. د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند وویل، چې بالاخره د طالبانو بهرنیو هیوادونو سفرونه باید پای ته ورسیږي. صدیقي وویل لا هم پر طالبانو او ملاتړو یې نړیوال فشارونو ته اړتیا شته دی.

هغه په قطر او پاکستان کې د دیره طالب مشرانو څخه هم وغوښتل، چې د جګړې څخه لاس واخلي. ښاغلي صدیقي وویل " د یو خوا امریکایانو سره خبرې کوي، پاکستانیانو سره خبرې کوي د بلې خوا بې ګناه خلک وژني".

د کارپوهانو نظرونه

د افغانستان د چارو کارپوهان د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو نوي پړاو پیل ته په کتو د افغان حکومت سره د امریکايي چارواکو خبرې ډیرې مهمې ګڼي.

د سیاسي چارو یو کارپوه اسد واحدي وايي، چې دې دا ګڼي، چې کیدای شي امریکايي چارواکي د طالبانو سره په دوحه کې اکسټ په نیمايي کې د سولې تړون لاسلیک کړي.

زلمي خلیزاد هم پر خپل ټویټر لیکلي، چې په کابل کېیې د سولې د بهیر په اړه ګټور مجلسونه درلودل.

ښاغلي خلیلزاد ویلي، چې د جمهور رئیس غني، اجرائیه رئیس عبدالله ، د بهرنیو چارو د وزیر او نورو سره کتلي اوهغوی سره یېپر راتلوونکو ګامونو خبرې کړي دي.