د امریکا پوځ: کابل کې مو هوايي برید سره د داعش د ځانمرګي برید مخه ونیوله

بې پيلوټه الوتکه

د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني‌ وايي‌ چې د کابل په ښار کې یې هغه موټر په نښه کړی دی چې د کابل په هوايي ډګر باندې د ځانمرګي برید لپاره چمتو شوی و.

د بې پیلوټه الوتکې دا برید نن یکشنبه اګست ۲۹ (وږي۷) د کابل په ښار کې هوايي ډګر ته نژدې شوی دی.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ ویاند بیل اوربن په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «د امریکا پوځ د ځان د دفاع لپاره نن په کابل کې په یو موټر باندې د بې پیلوټه الوتکې برید وکړ او د داعش-خراسان ډلې له لوري د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته احتمالي تهدید یې له منځه یوړ.»

په اعلامیې کې ویل شوي دي چې هدف وېشتل شوی او «له برید وروسته په موټر کې له دویمې چاودنې څخه ښکاري چې چاودېدوني توکي په کې وو.»

د پوځ دغه ویاند ویلي دي چې په برید کې د ولسي تلفانو په اړه به ارزونه کوي خو وايي چې د اوس لپاره د ولسي تلفاتو کومه نښه نشته.

رویټرز خبري اژانس د ځینو امریکايي چارواکو له خولې لیکلي دي چې د دغه هدف په اړه له مخکې معلومات ترلاسه شوي وو.

عیني شاهدان هم وايي چې په ښار کې یې د یوې چاودنې غږ اورېدلی دی او په رسنیو او ټولنیزو رسنیو کې ښودل کېږي چې له یوې ودانۍ څخه لوګي پورته کیږي.

ځینې عیني شاهدانو ویلي چې شاید په دغه کور باندې توغندی لګېدلی وي.

دا برید داسې مهال کیږي چې امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی و چې شاید د کابل په هوايي ډګر باندې بل ترهګریز برید وشي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د هوايي ډګر مخې ته په یو ځانمرګي برید کې څه باندې ۱۰۰ افغانان او ۱۳ امریکايي عسکر ووژل شول. زیاتره وژل شوي افغانان هغه کسان وو چې د طالبانو له ویرې د کابل د هوايي ډګر مخې ته راټول شوي وو چې له افغانستان څخه ووځي.

د داعش-خراسان ډلې د دغه برید مسولیت واخیست او د امریکا ولسمشر جوبایډن د غچ اخستلو ګواښ وکړ.

تر دغه هوايي برید دوه ورځې مخکې امریکایي چارواکو وویل چې په ننګرهار کې د داعش-خراسان ډلې هغه کس په نښه او وژلی دی چې د کابل د ځانمرګي برید د پلان جوړونې مسولیت یې لره.