په کاناډا کې د افغانستان سفارت ویلي دي چې سر له نن چهارشنبې څخه اپریل ۲۰ (وري۳۱) د امریکا په متحدو ایالتونو کې مېشتو افغانانو ته کونسلي خدمتونه هم وړاندې کوي.
په امریکا کې د مارچ په ۱۶مه نېټه د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ وتړل شوې.
په اوتاوا کې د افغانستان سفارت نن اعلان وکړ چې «د بین المللي کنوانسیونونو او په امریکا او کاناډا کې د موجوده قوانینو او مقرراتو په اساس» یې امریکا کې د مېشتو افغانانو لپاره د کونسلي خدمتونو چارې هم په غاړې اخیستې دي.
Announcement on the provision of consular services to the Afghan community in the United States by the Afghan Embassy and Consulates in Canada pic.twitter.com/W4TMuvA7Fp
— Afghan Embassy Ottawa (@AfghanistanInCA) April 19, 2022
په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت مرستیال عبدالهادي نجرابي د سفارت د تړل کېدو په ورځ امریکا غږ ته دا خبره کړې وه چې ښايي له امریکا څخه د افغانانو د کونسلي خدمتونو چارې کاناډا ته انتقال شي.
په اوتاوا کې د افغانستان سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا پرېکړه یې د کاناډا او امریکا حکومتونو سره په مشورې کړې ده.
په اعلامیې کې راغلي دي: «په اوتاوا کې د افغانستان سفارت او په ټورنټو او ونکوور کې یې کونسلګرۍ په امریکا کې هېڅ نماینده نلري» او په متحدو ایالتونو کې مېشت افغانان باید د کونسلي خدمتونو لپاره له سفارت او یا کونسلګریو سره مستقیم تماس ونیسي چې یا حضوري او یا یې د پوسته خانې له لارې کارونه وشي.
د اټکل له مخې شاوخوا ۲۵۰زره افغانان د امریکا په متحدو ایالتونو کې ژوند کوي او څه باندې ۷۰زره افغانان په تېرو څو میاشتو کې د تخلیې په عملیاتو کې له افغانستان څخه واېستل شول او امریکا ته انتقال کړل شول. امریکا ته د افغانانو انتقال لا هم روان دی.