امریکايي پوځ لسګونه پوځي موټر چې طالبانو نیولي وو، ویجاړ کړي

پوځي هاموي موټرې

په افغانستان کې د امریکا د پوځ وايي شاوخوا ۴۰ هغه پوځي هاموي موټر یې وېشتلي او ویجاړ کړي دي چې وسله والو طالبانو د جنګ او بریدونو پر مهال له افغان ځواکونو څخه نیولي او تښتولي وو.

د امریکايي پوځ ډګرمنه مارتن اوډونل په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په تېرو څو کلونو کې وسله والو طالبانو ۴۰ هاموي موټر له افغان ځواکونو څخه نیولي وو.

هغې په دې اعلامیې کې دا هم ویلي دي چې د امریکا پوځ د ځمکې او هوا له لارې پر دغو نظامي موټرو بریدونه کړي او ویجاړ کړي دي چې طالبان یې په خپلو بریدونو کې ونه کاروي. دا نه دي ویل شوي چې د افغانستان په کومو سیمو کې پدې موټرو بریدونه شوي دي.

طالبان وخت ناوخت پر افغان امنیتي ځواکونو له بریدونو وروسته د هغوی نظامي موټر او وسلې هم له ځانه سره وړي.

همدا څو ورځې مخکې اته ځانمرګي بریدګر د کورنیو چارو پر وزارت ورننوتل خو هدف ته تر رسېدو مخکې ووژل شول. له دوی سره امریکايي وسلې وي او د امریکايي ځواکونو په لباس کې په مرمۍ ضد موټر کې راغلي وو. له برید وروسته په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت قومندان جان نیکلسن وویل چې دې پېښې اندېښمن کړي دي.

د امریکا متحده ایالاتو له ۲۰۰۲ کال راهېسې د افغان امنیتي ځواکونو په جوړولو باندې شاوخوا ۸۰ میلیارده ډالره لګولي دي او له ۲۰۰۵ کال راهېسې یې افغان امنیتي ځواکونو ته ۹۵۰۰۰ پوځي موټر اخیستي دي.

ایتلافي ځواکونو USA TODAY ته دا ارقام ورکړي دي. اټکل کیږي چې د یو هاموي موټر بیه شاوخوا ۷۰۰۰۰ امریکایي ډالره ده.