امریکا د تېر په پرتله افغانستان ته زیاته پوځي بودیجه ټاکلې ده

افغان ځواکونو ته په وړاندیز شوې بودیجه کې د تېرکال په پرتله ۳۰۰ میلیون ډالر زیات ځانګړې شوي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د امریکا د ۲۰۲۲ د دفاعي بوديجې په اړه معلومات ورکړل.

وړاندیز شوې بوديجه ۷۱۵ میلیارد ډالر ده چې ۳.۳ میلیارد یې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ځانګړې شوي‌ دي. دا اندازه ۳۰۰ میلیون ډالر تر هغو مرستو زیاته ده چې امریکا تېرکال افغان امنیتي‌ او دفاعي ځواکونو ته ورکړې وې.

که د امریکا د متحدو ایالتونو کانګرس دا بودجه تصویب کړي، نو په دغو پېسو به څه باندې ۳۵۰زره د افغانستان امنیتي‌ او دفاعي ځواکونه روزل کیږي، تجهیز کیږي او تاسیسات به یې رغول کیږي.

د امریکا د دفاع وزارت د مالي برخې مسئول ان مک اندریو خبریالانو ته وویل: «په داسې حال کې چې موږ له افغانستان څخه وځو، باور لرو چې باید هلته ځواکونو ته لږې زیاتې اضافي مرستې برابرې کړو.»

د دې تر څنګ د پوځي برخې روزونکو هم په افغانستان کې د «جګړې مستقیمو لګښتونو» لپاره ۸.۹ میلیارد ډالر غوښتي دي. دا اندازه د تېر مالي کال څخه شاوخوا څلور میلیارد ډالر کمه ده.

پر پوځي مرستو سربېره، افغانستان به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري‌ هم ډېرې مرستې ترلاسه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي‌ چې د ۲۰۲۲ مالي‌ کال لپاره یې له افغانستان سره د ۳۶۰ میلیون ډالرو مرستو وړاندیز کړی دی.

دا د تېر مالي کال د مرستو په پرتله ۳۴ میلیون ډالر زیات دي. وزارت وايي‌ چې دا مرستې به د ترهګرۍ او د نشه يي‌ توکو د قاچاقو د مخنیوي‌ او د ښځو د حقونو په ساتنه کې ولګول شي.

یو شمېر امریکايي دپلوماتان او د دفاع د برخې کارپوهان خوشبین دي‌‌ چې د افغانستان حکومت به پايي او طالبان به له امریکا سره شوي تړون ته ژمن وي.

دا خبرې داسې مهال کیږي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل پيل شوي او ټاکل شوې دا بهیر د روان کال د سپتمبر په یولسمه بشپړ شي. له دې سره جوخت په افغانستان کې جګړو هم زور اخیستی دی.