پمپیو: امریکا له چین سره د تجارتي ‌جنګ ګټونکې ده

Mike pompeo

د امریکا د بهرنیو چارو زویر مایک پمپیو وایي واشنګټن به له بیجینګ سره په هر رنګ تجارتي‌جنګ کې بریالی وي.

ښاغلي‌ پمپیو د شنبې په ورځ ( سمپتمبر۲۳) د فاکس خبري اژانس ته وویل چې بلاخره دې پایلې ته به رسیږو چې په خبره یې چین مجبور کړو که غواړي ‌یو نړیوال ځواک وي، فکري ‌ملکیت دې ‌ونه تروړي.

د ښاغلي‌ پمپیو تر څرګندونو یوه ورځ مخکې د چین پر تجاراتي مالونو کمرکي تعرفې لوړې شوې. امریکا له چین څخه غواړي چې د انټرنټي غلا غدیو مخه دې هم ونیسي.

امریکايي چارواکي په دې باور دي‌چې د چین پر تجارتي‌مالونو د تعرفو لوړول به بیجینګ اړ کړي چې ‌د واشنګتن له غوښتنو سره سم تجارت وکړي.

ولسشمر ټرمپ‌ همدغه راز له چین څخه غوښتي چې په خپلو بازاراونو کې دې امریکايي شرکتونو ته ډېر لاسرسی ورکړي.

تېره اونۍ امریکا پر چینايي مالونو کمرکي تعرفي لوړې کړې چې شاوخوا ۲۰۰میلیارد ډالره کیږي.

ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ امریکا پر ځینو نورو چینايي‌ مالونو هم کمرکې تعرفې لوړې کړي چې ارزښت یې شاوخوا ۶۰ میلیارد ډالرو ته رسیږي.