امریکا کې په یوه ورځ ۱۰۰زره کسان د کرونا په ویروس اخته شوي

چارواکي‌ وايي اوس د ورځې شاوخوا ۱۰۰زره کسان په امریکا د کرونا په ویروس اخته کیږي

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې بیا په زیاتېدو دي او په یوه ورځ په کې شاوخوا ۱۰۰زره کسان په دغه ویروس اخته شوي‌ دي.

د همدغه روان کال د جون په میاشت کې د ورځې به شاوخوا ۱۱۰۰۰ کسان په دغه ویروس اخته کېدل خو اوس دا شمېره د ورځې تر ۱۰۰زرو اوړي.

دا کسان پداسې وخت کې په کرونا اخته کیږي چې څه باندې ۷۰فیصده بالغو امریکایانو د کرونا ویروس ضد واکسینونه کړي‌ دي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس په تېرې یوې اونۍ کې د کرونا ویروس له کبله د انسانانو مړینه هم زیاته شوې ده.

په تېرو دوو اونیو کې په امریکا کې نږدې هره ورځ ۲۷۰ تنه د دغه ویروس له کبله مړه شوي، خو له تېرې ورځې راهېسې دا شمېر شاوخوا ۵۰۰ ته رسېدلی دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو روغتیايي چارواکي وايي په جنوبي‌ ایالتونو کې تر ډېره د کرونا ویروس د هغو خلکو څخه خپرېږي او انتقالیږي چې د کرونا ضد واکسینونه یې نه دي کړي.

چارواکي وايي که امریکایان واکسینونه ونکړي، مړینې او مثبتې پېښې به نورې هم زیاتې شي.

د کرونا ویروس له کبله تر دې دمه د امریکا په متحدو ایالتونو کې څه باندې ۶۱۶زره کسان مړه شوي او شاوخوا ۳۵.۷ میلیون نور انسانان په دغه ویروس اخته دي.