امریکا کې د کروناویروس له کبله د مړو شمېر له ۳۹زرو واوښت

کرونا تر نورو ډېر کسان په امریکا کې مړه کړي

د امریکا د متحده ایالاتو د جانز هاپکنز پوهنتون وايي د یکشنبې اپریل ۱۹(وري۳۱) تر سهار پورې په امریکا کې په کرونا د اخته کسانو شمېر تر ۷۳۰زرو څخه اوښتی.

دغه ویروس تر دې دمه په امریکا کې څه دپاسه ۳۹ زره کسان مړه کړي دي. امریکا په نړۍ کې لومړی هېواد دی چې د کرونا له کبله ډېر تلفات لري.

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا جمهور رئیس وایي د هیواد څو ایالتونه به په روانه اونۍ کې یو لړ سوداګریز فعالیتونه چې د کروناویروس د خپرېدو له ویرې قرنطین شوي، بیرته پرانیزي.

د سپینې ماڼۍ د پلان سره سم به عمومي قرنطین په دریو پړاونو کې لرې شي، خو د هر ایالت والي او چارواکي به د خپل ایالت د بېرته پرانستلو د پروسې په اړه ځانګړې پرېکړه کوي.

ښاغلي ټرمپ د شنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ د کروناویروس د ورځني خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې تکزاس او ویرمونت ایالتونه به د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۰ مشخصو سوداګریو ته د بیرته پرانستلو اجازه ورکړي.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې د پلان له مخې د مونتانا ایالت به د راتلونکې جمعې په ورځ ځینو سوداګریو ته د روغتیایي تدابیرو په پام کې نیولو سره د بیرته پیلېدو اجازه ورکړي.

د اقتصاد د بیرته فعالیدو تصمیم پداسې حال کې نیول کیږي چې د امریکا په یو شمیر ښارونو کې په سلګونو کسانو د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د قرنطین د مقرراتو پر ضد مظاهرې کړي. اعتراض کوونکي د قرنطین په نتیجه کې د اقتصادي ستونزو په وجه ناراضه دي.

له بلې خوا د امریکا یو شمیر والیانو خبرداری ورکړی چې تر هغه به د خپلو ایالتونو اقتصادي فعالیتونه بیا پیل نکړي تر څو چې زیات خلک د کروناویروس لپاره نه وي معاینه شوي.

د مریلند جمهوري غوښتونکي والي تیره اونۍ ان بي سي تلویزوني شبکې ته وویل: «په امریکا کې لومړۍ درجه مانع د معایناتو نه شتون دی. د هیواد بیرته پرانستلو لپاره تر هغه نتیجې ته رسېدلي نشی تر څو چې نه یواځې زما په ایالت بلکه په ټول هیواد کې د معایناتو کچه پراخه نکړو.»

والیان استدلال کوي که خلک د کروناویروس لپاره معاینه نشي، ښايي د کاروبارونو په بیا پرانیستلو سره دا ویروس یو ځل بیا خپور او ډېر شي.

د امریکا د هارورډ پوهنتون څیړونکو خبرداری ورکړی چې امریکا تر هغه اقتصادي فعالیتونه بیا نشي پیل کولای چې د خلکو د معایناتو کچه تر اوسني حالت درې برابره زیاته کړې نه وي.

دوی اټکل کوي چې د مۍ د میاشتې تر نیمایي پورې باید هره ورځ د ۵۰۰زرو نه تر ۷۰۰ زرو پورې کسان معاینه شي، اوس د ورځې یوازې ۱۴۶زره کسان معاینه کیږي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو. دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.