کروناویروس امریکا کې تېرو څلورو ورځو کې ۴۰۰۰ کسان مړه کړي

کروناویروس تر بل هر هېواد امریکا ډېره وځپله

په امریکا کې د کرونا ویروس له کبله په تېرو څلورو ورځو کې هره ورځ شاوخوا ۱۰۰۰ کسان مړه شوي دي چې دا د دغه ویروس له کبله د مړو د شمېر له پلوه د خپل ډول یو ریکارډ بلل کیږي.

چارواکي وايي تر دې دمه په ټولې امریکا کې د کروناویروس له کبله شاوخوا ۱۴۵۵۰۰ کسان مړه شوي دي او څه باندې څلور میلیون نور په دغه ویروس اخته دي.

د امریکا د روغتیا د برخې یو چارواکي ډاکټر دېبورا بېرکز د امریکا «ان بي سي» چاینل ته وویل چې پدې تېرو څو اونیو کې د اریزونا، کالفورنیا، فلورېډا او ټیکساز ایالتونه تر ټولو ډېر ځپل شوي دي.

دا خبرونه داسې مهال خپریږي چې په امریکا کې د ښوونځیو د بیا پرانیستلو او نه پرانیستلو په اړه چارواکي‌ دوه متفاوت نظرونه لري.

یوه ډله یې د ښوونځیو د پرانیستلو او بله یې د نه پرانیستلو ننګه کوي. ولسمشر ټرمپ د ښوونځیو په بیا پرانیستلو ټېنګار کوي.‌

ښاغلي بېرکس وویل چې تر ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان د کرونا په ویروس کم اخته شوي ‌دي خو دا خبره یې وکړه چې دا پوښتنه شته چې د کروناویروس د ماشومانو څخه څومره چټک خپرېدای شي.

د کروناویروس د خپرېدو راهېسې په ټولې امریکا کې کاروبارونه، ښوونځي او ډېر نور څه تړل شوي‌ چې د دغه هېواد اقتصاد یې خورا زیات زیانمن کړی دی او میلیونونه امریکایان بې دندې شوې دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو او دا مهال یې د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو کې څه باندې ۶۴۰زره کسان مړه کړي‌ او ۱۵.۷ میلیون نور انسانان پرې اخته دي.