فرانسه: که مو د کرونا ضد واکسین جوړ کړ، اول یې امریکا ته نه ورکوو

د کروناویروس د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین دهوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو

په داسې حال کې چې لا تر دې دمه د کروناویروس ضد واکسین جوړ شوی نه دی، خو په دې اړه وار دمخه بحثونه پیل شوي که دا واکسین جوړ شي، اول به یې کوم هېواد کاروي.

د فرانسې د درمل جوړولو یو مشهور شرکت سنوفي ویلي دي که دا واکسین یې جوړ کړ، اول به یې د امریکا متحدو ایالتونو ته نه ورکوي.

د جمعې په ورځ مۍ۱۵ (غويي۲۵) د فرانسې صدراعظم ادوارد فلیپ هم وویل که فرانسوي شرکت د کووید۱۹ ضد واکسین جوړ کړ، په ټولو هېوادونو به یې مساوي ووېشي.

تر دې مخکې د سنوفي شرکت اجرایي مشر پال هودسن ویلي وو چې دا د امریکا د متحدو ایالتونو حق دی چې د کروناویروس ضد ډېر واکسین وغواړي، ځکه چې کرونا تر بل هر هېواد په امریکا کې ډېر کسان مړه کړي.

د مارچ په میاشت کې د جرمني حکومت او خلکو د هغو راپورونو په ضد تن غبرګون وښود چې ګنې ولسمشر ټرمپ د جرمني‌ یو شرکت ته یو میلیارد ډالرو وړاندیز کړی که یې د کووید۱۹ واکسین جوړ کړي، یوازې دې د امریکا متحدو ایالتونو ته تولید کړي.

امریکایي چارواکي وايي په دغو راپورونو کې مبالغه شوې ده خو مني چې یو شمېر امریکایي پانګوالو د درمل جوړولو په ځینو شرکتونو کې پانګونې کړي دي.

په همدې حال کې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي دي‌چې را روانه اونۍ به د فرانسې د سنوفي د درمل جوړولو د شرکت له مشرانو سره خبرې کوي.

دا مهال په نړۍ کې شاوخوا ۱۰۰ شرکتونه او سازمانونه هلې ځلې کوي چې د کروناویروس ضد واکسین جوړ کړي.

دا ویروس د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او دا مهال یې د نړۍ په ۱۸۷ هېوادونو او سیمو کې څه باندې ۳۰۰زره کسان مړي کړي او شاوخوا ۴.۴ میلیون نور انسانان پرې اخته دي.