میرکل امریکا ته د مسلمانو مسافرینو بندیز اندیښمنه کړې 

مېرمن مېرکل ښاغلي ټرمپ ته ویلي چې د جینوا کنوانسیون له نړیوالې ټولنې غواړي چې د کډوالو لاسنیوی وکړي

د جرمني صدراعظمې ویلي چې د ترهګرۍ پر ضد نړیوال جنګ امریکا ته د مسلمانو هېوادونو د کډوالو د ورتک د مخنیوي لپاره باید پلمه نشي.

د انګیلا مېرکل ویاند، سټیفن سیبرټ وايي صدراعظمې وویل چې د ترهګرۍ پر ضد نړیواله مبارزه باید د دې لامل نشي چې د یو ځانګړي مذهب او عقیدې خلکو باندې دې شک وشي.

نوموړي وویل جرمني د ښاغلي ټرمپ په دغې پرېکړې اندېښمنه ده، ځکه چې شاید په دې سره هغه خلک هم له ستونزو سره مخامخ شي چې هم د جرمني تابعیت لري او هم د هغو مسلمانو هېوادونو چې ښاغلی ټرمپ یې پرخلکو امریکا ته د ننوتلو بندیز لګولی دی.

ویاند وویل چې مېرمن مېرکل د شنبې په ورځ له ډونالد ټرمپ سر په تیلیفون خبري وکړې او هغه ته یې دا خبره وریاده کړه چې د جینوا کنوانسیون له نړیوالې ټولنې غواړي چې د بشري خواخوږۍ او یوالي په اساس د کډوالو لاسنیوی وکړي.

په همدې حال کې د کاناډا صدراعظم جستن تروډو ویلي چې هېواد یې کډوالو ته ښه راغلاست وايي او همدا تنوع د کاناډا قوت دی.

د مېرمن مېرکل د ویاند دا څرګندونې پداسې حال کیږي‌ چې تیره اونۍ دواړو مشرانو د خپل ۴۵ دقیقه يي تیلیفوني مکالمې نه وروسته ګډه اعلامیه خپره کړه چې په کې د ناټو سازمان پر غښتلتیا او د اسلامي افراطيت پر ضد پر ګډې مبارزې ټېنګار شوی دی.

په همدې حال کې د جرمني د سوسیال پارلماني ډلې مشر، توماس آپرمین، د ښاغلي ټرمپ دا اقدام " غیر بشري او احمقانه" وباله او وویل چې په دې سره به د امریکا اقتصاد ته زیان ورسیږي.

د جرمني د زرغون پارلماني ډلې ویاند ډیتر جنیګ هم وویل " نور نو ټرمپ اعتمادي ملګری نه دی".

رویټرز راپور ورکړی چې مېرمن مېرکل د امریکا نوي ولسمشر ته بلنه ورکړي چې د جولاۍ په میاشت کې په هامبورګ کې د ۲۰صنعتي هېوادونو په غونډې کې برخه واخلي او ټرمپ هم دا بلنه منلې خو هغه هم انګېلامېرکل ته بلنه ورکړې چې واشنګټن ته ورشي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپل کار په لومړنۍ اونۍ کې څو اجرايي فرمانونه صادر کړل چې یو یې امریکا ته د اوو مسلمانو هېوادونو ایران، عراق، سوریه، لیبیا، سوډان، یمن او سومالیا د وګړو پر راتګ د څلورو میاشتو خو د کډوالو پر راتګ په بشپړ ډول بندیز لګوي.

د ښاغلي ټرمپ دا فرمان امریکا کې د ننه او بهر د کډوالو د حقونو د مدافعانو او نورو سیاستوالو ګڼ اعتراضونه او نیوکې پارولي دي.