سږکال د ګوانتنامو اوه خوشي شوي بیرته جګړې ته تللي

دا مهال د ګوانتنامو په زندان کې ۹۱ بندیان پاتې دي. 

سپینه ماڼۍ وايي د تېر یو کال په پرتله په شپږو میاشتو کې د هغو کسانو شمېر دوه برابره زیات شوی، چې شک کېږي د ګوانتنامو له زندان نه له ازادېدو وروسته بېرته د ترهګرو ډلو سره یو ځای شوي دي.

شاید دغه کار پر ولسمشر اوباما، چې غواړي د ګوانتنامو زندان وتړي، سیاسي فشارونه او نیوکې لا زیاتې کړي.

د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې د شمېرو له مخې د جنورۍ له ۱۵ راهیسې د ګوانتنامو اووه پرېښودل شوي زندانیان بېرته له ترهګرو سره یو ځای شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې له ۲۰۰۹ کال راهیسې، چې اوباما واک ترلاسه کړ، له ګوانتنامو څخه ۱۴۴ زندانیان ازاد شوي دي.

دغه شمېره د تېرکال په پرتله دوه برابره زیاته ده، تېرکال همدغه وخت د ګوانتنامو شپږ پرېښودل شوي بندیان بېرته ترهګریزو فعالیتونو ته ورګرځېدلي وو.

د امریکا د استخباراتو ملي اداره په هرو شپږو میاشتو راپور خپروي، خو ډېر جزییات نه ورکوي، چې دغه کسان چېرته او له کومو ډلو سره یو ځای شوي دي.

د دغې ادارې د راپور له مخې د جورج ډبلیو بوش پر مهال، د ګوانتنامو د ۵۳۲ بندیانو له ډلې یې ۱۱۱ پرېښودل شوي وو، چې ۷۴ تنه یې بېرته د جګړې ډګرونو ته تللي وو.

کله چې امریکا په افغانستان او عراق جنګ پیل کړ، په نورو هېوادونو کې یې هم ترهګر تعقیبول او نیول.

دا مهال د ګوانتنامو په زندان کې ۹۱ بندیان پاتې دي.

تیر میلادي کال امریکا څلور بندیان له ګوانتنامو څخه افغانستان ته ولیږدول.

د ګوانتنامو زندان د ۲۰۰۱ کال وروسته چې په امریکا کې ترهګریز بریدونه وشول جوړ شو، دغلته یو مهال شاوخوا ۷۰۰ مشکوک ترهګر ساتل کيدل چي یو شمير یي افغانان وو.